د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تشدد نوې څپه، له طالبانو سره به خبرې وشي؟


د مذهبي ګوندونو تر څنګ د عمران خان تحريک انصاف او مسلم ليګ ګوند دريځ لري چې د حکومت او وسلوالو ډلو تر مينځ د خبرو پر ضد بهرني هيوادونه سازش کوي


په اسلام اباد کې د سیپټېمبر مياشتې پر نهمه نېټه د مسلم لیګ ن په مشرۍ د حکومت په بلنه جوړې شوې ټول ګونديزه غونډې د يوې اعلاميې کې په پاکستان کې د امن پرځای کولو په موخه له وسله والو ډلو سره د مذاکراتو په شروع کولو اتفاق کړی وو.


خو له هغې غونډې پس د خېبر پښتونخوا په بر دير کې د پاکستاني پوځ د لوړو پوړو چارواکو له وژنې او په پېښور کې د تېرې یکشنبې پر ورځ پر یوې کليسا د هغو غبرګو ځانمرګو بريدونو چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۲۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، حکومت، ځېنې سیاسي ګوندونه او د ټولنې يوه برخه چې په پاکستان کې له وسله والو طالبانو سره د خبرو په حق کې دي، دغه مرګونو پيښو ته د امن پر ضد د نامالومو قوتونو سازش وايي.

خو پوښتنه داده چې دغه نامالومه قوتونه څوک دي؟ په اسلام آباد کې د امنيتي چارو کارپوه او خبر یال حامد مير دغه ناڅرګنده قوتونه په ډاګه کوي او وايي.

(( په طالبانو کې دننه څه ډلې دي چې له حکومت سره د خبرو کولو پر ضد دي، يو د سوات طالبانو د مولوی فضل الله ډله ده، بله د مومندو قبايلي سیمه کې د عمر خالد ډله ده، هغوی هم نه غواړي چې خبرې اترې وشي، له دې علاوه د پاکستان امنيتي ادارو کې هم ځېنې کسان نه غواړي چې خبرې وشي، زما د مالوماتو له مخه د طالبانو د شورا په غونډه کې هم دغو ډلو د خبرو اترو سخت مخالفت کړی وو ، خو په پيښور کې له دې اوسني بريده پس د پاکستان عام ولس هم له طالبانو سره د خبرو اترو پر ضد شوي دي.

په پاکستان کې د مذهبي ګوندونو تر څنګ د عمران خان تحريک انصاف او مسلم ليګ ګوند دريځ لري چې د حکومت او وسله والو ډلو تر مينځه د خبرو اترو د بهير پر ضد بهرني هيوادونه سازش کوي او د دې بريدونو تر شا هم بهرنو لاسونو ته اشاره کوي، خو کار پوه پروفيسر حسن عسکري د دغه دريځ په ځواب کې واي ،

((دوی وايي چې د ا چاؤدني او بريدونه هغه کسان کوي چې ورته د امريکا، اسرايل او هندو ستان مرسته تر لاسه ده، خو پوښتنه دا ده چې بیا ولې د پاکستاني طالبانو مشر تابه د دا ډول بريدونو پړه پر غاړه اخلي، يا خو دې طالبان په ډاګه ووايي چې زموږ لخوا ډزfندي ده او د هغو ډلو نومونه په ډاګه کړي چې دا کاروايانې کوي، ځکه چې په قبايلي سيمو کې د طالبانو او پاکستاني پوځ د مرستي بغير څوک هم فعاليتونه نه شي کولي، ))

که څه هم د بر دير او د پېښور مرګونيو پيښو په ټول پاکستان او نړيواله کچه له طالبانو سره د خبرو اترو مخالفت زیات کړی دی خو د پاکستان د مرکزي حکومت واکمن ګوند یو مشر سيد ظفر علي شا مشال ريديو ته وويل چې د دوی ګوند اوس هم له طالبانو سره د خبرو اترو په حق کې دی.
XS
SM
MD
LG