د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د وسله والو دوه شپیته ډلې فعالې دي



د مسلم ليګ نواز ګوند په مشرۍ کی د پاکستان موجوده مرکزي حکومت په اسلام آباد کې د روانې میاشتې په نهمه نيټه په دغه هيواد کې د ترهګرۍ د مخنيوي او د امن د راوستلو په موخه يوه ټول ګونديزه غونډه رابللې وه.


په د غه غونډه کی د پاکستان د مهمو سیاسي ګوندونو استازو سربیره د پوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کیاني او د پوځی استخباراتي ادارې آيي ايس ايي مشر جنرا ل ظهيرالاسلام هم ګډون کړی و ، د غونډی نه پس حکومت د يوی اعلاميې له لارې د ترهګرۍ پر ضد د يوې متفقه تګلارې اعلان وکړو، ددغې اعلاميي له مخه حکومت او ددغه هيواد سیاسي او پوځی مشر تابه په دغه هيواد کې دفعاله وسله والو ډلو سره د خبرو اترو له لارې د امن په راوستو اتفاق کړی دی ، د راپورونو له مخې د پاکستان په بيلا بيلو برخو کی يو شمير وسله والې ډلې فعاليتونه کوي ، اوس پوښتنه دا ده چې پاکستان کې څومره وسله والې ډلې دي ؟ ددې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان د کورنيو چارو د وزارت ویاند عمر حميد وايي:

(( دا تقريبا ۶۲ کلعدم وسله والې ډلې دي چې دا مهال یې موږ په فهرست کې دي ، دغو کې درې داسې ډلې دي چې د ملګرو ملتونو سيکورټي کونسل د قراددونو له لارې کا لعدم ګر ځولي دي ، او نورې هغه دي چې د پاکستاني قوانينو له لارې پرې بنديز لګول شوی دی . ))

خو په پيښور کي د دفاعي چارو کارپوه رحيم الله يوسفزی بیا وايي چي په پاکستان کې د وسله والو ډلو د شميرې په اړه نه حکومت سره کوم دقيق مالومات شته او نه رسنيو سره او هر څوک د اندازو په بنياد ددغو ډلو شمیره ښکاره کوي.

دا چې ددغو بیلا بیلو ډلو سره تړاو لرونکي څومره وسله وال دي چي دا مهال په پاکستان کی د نا امنيو د پيښو تر شا لاس لري ، په کراچۍ کې د امريکايي ورځپاڼې نيو يارک ټايمز سره کار کونکی خبر یا ل ضیا الرحمان وايي چي که څه هم تر دا مهال ددغو وسله والو دقيقه شميره نه ده مالومه خو دی وايي چې ځينو امنيتي ادارو ده ته ویلي چې داشمیره په زرګونو کې ده.

د پاکستان د کورنيو چارو د وزارت وياند عمر حمید زیاتوي چې د وسله والو ډلو سره د امن د خبرو اترو غير رسمي بهيرله تيرو څو ورځو نه پيل شوی دی.
XS
SM
MD
LG