د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان عیسویان وايي دهیواد پرېښودلو ته اړ شوي


مشال راډیو :


په پېښور کې د عیسوي مذهبو په کلیسا کې د ځانمرګې حملې په غبرګون کې ، په لاهور کې دپاکستان کرسچېن مومنټ مشر مارټين جاويد مايکل وايي، ددوی په عبادت ځای کې ترسره شوې ځانمرګې حملې دوی ډیر مایوسه کړي دي.
نوموړي زیاته کړه :

(( دا ډيره د شرم خبره ده ، چې د عبادت په ځايونو کې په پرامنه وګړو بمي چاودنې کيږي او هغوي وژل کيږي. دا فعل د يوې مهذبه ټولنې عکاسي نه کوي ،او حکومت د دا قسمه پيښو په مخنيوي کې په بشپړه توګه ناکامه شوی دی. او زه دا وايم چې کوم حکومت د خپلو خلکو د مالونو او ځانونو حفاظت نه شي کولی نو هغوی ته د حکومت کولو هيڅ حق نه شته. ))

دپېښې څو تنه لیدونکي مشال راډیو ته دخپلو سترګو لیدلی حال وايي :

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:45 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


په پيښور کې د دفاعي چارو کارپو اسد منيروايي له دې وړاندې هم په کلیسا ګانو دا قسمه چاودنې شوي دي ، دده په اند د پاکستان يو شمېر قوانين د عیسوي مذهبو په ګډون د نورو اقليتونو پرضد دي .

په لاهور کې د پاکستان کرسچېن مومنټ مشر مارټين جاويد مايکل وايي، په پاکستان کې د دوی سباوون په مکمله توګه په تياره کې دی :

(( زموږ راتلونکی دلته په تياره کې دی ، ځکه چې د معاشي ، سماجي او سياسي پلوه موږ په مکمله توګه له قومي ساحې ويستل شوي يو ، موږ وژل کيږو ، زموږ د عبادت په ځايونو اوس بريدونه کيږي ، نو د دې هرڅه مطلب دا دی چې په پاکستان کې زموږ د اوسېدو هيڅ حق نشته. د اييني پلوه هم موږ ته د دوهمې درجې د شهري حيثت راکړل شوی دی. نو داسې نه وي چې خلک په هجرت کولو مجبوره شي. ))

دخیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شا فرمان مشال راډیو سره خبرې کوي :

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:24 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شا فرمان وايي که څه هم پر کوهاټي چرچ ځامرګي بريد کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوړېدلې او دا ډير لوی نقصان دی، خو د ده په خبره دوی نه غواړي چې څه دا قسمه خبره يا حرکت وکړي چې له طالبانو سره د سولې روانې هلې ځلې وځنډيږي.

خو د پاکستان د پوځ پخوانی بريګډير سعد محمد خان وايي، په پاکستان کې له ځنو سياسي ګوندونو سره د امنيت فکر نشته او نه يې هم په دې پرواه شته چې څوک په چاودنو کې وژل کيږي ؟ د ده په خبره له طالبانو سره د سولې په خبرو ځنې خلک خپل سياست کوي .

بريګډير سعد محمد خان زياتوي چې د پاکستان حکومت دا مهال د ترهګرو پرضد جنګ کې د شکست په حالت کې دی او د ده په خبره که د حکومتونو رويه هم داسې روانه وه نو د هېواد راتلونکی به ښه نه وي.

ددې پېښې ویډیو لاندې کتلی شئ :

دپېښور په کلسیا کې د ځانمرګې حملې ویډیويي راپور
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:26 0:00
XS
SM
MD
LG