د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امن نړيواله ورځ: امن د تعليم له لارې راتلای شي


د سپټمبر ۲۱مه نېټه په ټوله نړۍ کې د امن د ورځې په توګه نمانځل کيږي. د امن ورځ په لومړي ځل په ۱۹۸۲م کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ لخوا ونمانځل شول

د سپټمبر ۲۱مه نېټه په ټوله نړۍ کې د امن د ورځې په توګه نمانځل کيږي. د امن ورځ په لومړي ځل په ۱۹۸۲م کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ لخوا ونمانځل شول خو په ۲۰۰۲م کال کې ملګرو ملتونو د سپټمبر ۲۱مه نېټه په رسمي او مستقل ډول د امن د نړيوالې ورځې په حېث اعلان کړه. د ملګرو ملتونو لخوا سږ کال د دې ورځې مفکوره د تعليم له لارې امن ټاکل شوې ده.


پر دې موقع د ملګرو ملتونو سېکرټري جنرل بانکي مون په خپل پېغام کې ويلي چې د امن راوستو لپاره بايد داسي تعليم ورکړل شي چې د خپل منځي احترام، مرستې او د يو سوله ايزې ټولنې په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.

دا چې په پښتنې ټولنه کې د امن لپاره تعليم څومره ارزښت لري؟ په کوټه کې د بلوچستان د نصابي کتابونو د څانګي پخوانی مشر او ماهر تعليم پروفېسر منير احمد خان کاکړ وايي، په نړۍ کې هغه ټولنې شاته پاته دي چې تعليم ته يې ارزښت نه دی ورکړی.

((افغانستان ته وګوره چې له دېرش، پنځه دېرشو کلونو راهيسي په جګړو اخته دی. که چيري هلته د تعليم شرح ۸۰ يا ۹۰ فيصده وای نو فکر نه کوم چې دلته به بيا خلکو جنګ سره کولای. پاکستان ته وګوره، قبايلي سيمه راواخله، د پښتانه سيمه ده، هلته تعليم نشته او موږ او تاسو يې وينو چې بد امني ده، جنګ دی، فساد دی. بلخوا بيا تاسو ملايشيا ته ورشئ، هغه هم اسلامي ملک دی. هلته د تعليم شرح تر ۷۰ او ۹۰ فيصده رسېدلې ده. هلته نه جنګ شته، نه شر شته او نه فساد شته.))

که څه هم د نړۍ پرمختللو هيوادونو تعليم ته زياته پاملرنه کړې ده خو دا چې د امن لپاره بايد څه ډول تعليم ورکړل شي؟ په پېښور پوهنتون کې د پښتو اکېډمۍ مشره پروفېسر ډاکټر سلما شاهين وايي، په نصاب کې بايد انساني ارزښتونو ته ځای ورکړل شي چې پر ټولنه مثبت اغېز وکړای شي.

((په نصاب کې بايد داسي خبرې شاملې شي لکه د انساني حقونو متعلق، د ټولنې د فرايضو لپاره او د امن لپاره دا ډول نور ضروري څيزونه شامل کړل شي نو د دې لارې به ماشوم خبريږي، دی به لوييږي او د معاشرې يو ډېر فعال غړی به ترې جوړيږي.))

د نړۍ پرامنه او پرمختللو هيوادونو که يوې خوا ته په تعليمي نصاب کې امن ته ځای ورکړی دی نو بلخوا يې د يويشتمې پېړۍ له پرمختګونو سره ځانونه عيار کړي دي. پروفېسر منير احمد خان کاکړ وايي تر څو چې پښتنې ټولنې د نوو پرمختګونو سره سم په خپل نصاب کې بدلون نه وي راوستلی تر هغه وخته نه پرمختګ کولای شي او نه هم امن پکې راتلی شي.

((يوه سيدا ساده خبره ده چې زه خپل بچيان په علم پوهول غواړم، په ساينس، رياضي او فزکس يې پوهول غواړم. دغه د دوی د يويشتمې صدۍ تقاضې دي. که چيري زه له دغو تقاضو سره نه ځم او له دنيا سره د دنيا په تګ نه ځم نو زه خو بيا شاته پاته شوم.))

په نړۍ کې د امن ورځ په داسي حال کې نمانځل کيږي چې اوس هم په يو شمېر هيوادونو کې جګړې روانې دي او د تعليم دروازې د ماشومانو پر مخ تړل شوي دي.
XS
SM
MD
LG