د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون په دود خبر د پښتون د ستونزې حل


ایاز وزیر وړاندې لیکي ـــ باید وزیر اعظم نوازشریف ــ د قبایلي سیمو دوره وکړي ــــ او دغلته د ولس او امنیتي ځواکونو سره خپله همدردي وښيي،

دي نیوز ــــــ کې خپره شوې مقاله کې آیاز وزیر لیکي ــــــ وزیراعظم دې د قبایلي سیمو دوره اوکړي او وسله والو سره د مذاکراتو لپاره دې داسې خلک غوره کړل شي ــــــ چې د سیمې په دود دستور پوهه وي ـ


آیاز وزیر لیکي ــــــــ د اسلام اباد ټول ګوندیزه غونډه کې ـــــ د سیاسي ګوندونو مشران په دې رضا شو چې د خبرو اترو په وسیله به د تشدد لړۍ ته د پای ټکې اېښودلی شي. دا یوه ټیک پریکړه ده ـــــ خو د عملي کولو لپاره یې باید په هغه خلکو نظر وساتل شي ـــــ چې د پروېز مشرف د حکومت برخه وو او اوس د نوازشریف په حکومت کې دي. دا خلک به غواړي ـــــ چې د خبرو اترو عمل ته زیان ورسوي.

آیاز وزیر لیکي ــــــ باید موږ له تېره وخته سبق زده کړو ـــــ او په قبایلي سیمو کې د ولس پر ضد د طاقت له استعماله ډډه وکړو. ځکه چې کله هم داسې شوي ـــــ مثبتې نتیجې يي نه دي رابرسیره شوی.

اوس هم په حکومت کې داسې عناصر شته ــــ چې نه غواړي ــــــ د خبرو اترو عمل دې بریالی شي.

په قبایلي سیمو کې د مذاکراتو ــ د بریالیتوب لپاره ـــ باید دغلته ـــ د خلکو د باور لپاره د سیمې د د دود دستور ـــــ خیال وساتل شي. حکومت دې ډیر په احتیاط د خبرو اترو لپاره خلک غوره کړي او په پوځ او انتظامیه کې چې کوم پښتانه چارواکي دي ــــ باید هغوی د دې کمیټې سره د مرستې لپاره مقرر کړل شي.

ایاز وزیر وړاندې لیکي ـــ باید وزیر اعظم نوازشریف ــ د قبایلي سیمو دوره وکړي ــــ او دغلته د ولس او امنیتي ځواکونو سره خپله همدردي وښيي، دا اعلان دې وکړي چې پوځ به له ولس سره کار نه لري او دا ذمه واري به فرنټیر سکاوټس ــــــ ادا کوي ـــــ پوځ به په سیمه کې موجود خپلو کلاګانو او کېمپونو ته ستنېږي او چې کله مکمل امن پرځای شي بیا به له قبایلي سیمو ــــــ خپلو چاوڼیو ته لاړ شي.


آیاز وزیر په پای کې لیکي ــــــ تر دې وړاندې هم ـــــ یو شمیر ټول ګوندیزه غونډې شوې دي ـــــــ خو ددغه غونډو په قراردادونو عمل نه دی شوي --- موجوده ټول ګوندیزه غونډه ـــ به هله مهمه وي ــــ چې قراردادونه يي عملي شي.
XS
SM
MD
LG