د لاسرسي ځای

تازه خبر

هالینډ د پنځه زره وژلو شوو افغانانو فهرست خپور کړ


په تر لاسه شویو اسنادو کې دا کسان بنسټپاله مسلمانان، متفکرین، محصلان، د عامه خدمتونو مامورین، پوځي افسران، دکانداران او اشرار بلل شوي دي.

د چارشنبې پر ورځ د هالېڼد لويې څارنوالۍ د شاوخوا پنځه زره کسانو یو لست خپور کړی دی چې په ۱۹۷۸ او ۱۹۷۹ م کلونو کې په افغانستان کې د هغه وخت د استخباراتي ادارې (اګسا) له خوا وژل شوي دي.


د دې لیست په خپرېدو سره د هغه وخت د یو شمېر قربانیانو د کورنیو هغه انتظار پای ته ورسیده چې لا یې هم د خپلو ورکو عزیزانو د کور ته ستنیدو په اړه درلود.

د هالینډ په حکومت کې یوه اداره ده چې د جنګي جنایاتو په اړه څیړنې کوي.

ویل کېږي دې ادارې د امان الله په نوم د یو افغان پنا غوښتونکې په اړه د څیړنو په بهیر کې چې یو مهال د (اګسا) نومې پلټونکې ادارې مشر وو، دا لیسټ تر لاسه کړی دی.

امان الله په ۱۹۹۳ م کال کې هالینډ ته پنا وړې وړه. نوموړي د هالېنډ د کډوالو ادارې له چارواکو سره په مرکه کې منلې وه چې؛ د اګسا د تحقیقاتي څانګې مشر وو او د هغو کسانو پر اسنادو یې لاسلیک کړی وو چې؛ باید اعدام شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي ول چې دا یې د دندې برخه وه او که یې دا کار نه کاوه نو پر دومره لویه او حساسه دنده نه شوای ټاکل کېدلی.

له دې مرکې وروسته په هالېنډ کې د امان الله د پنا اخیستو غوښتنه رد شوې وه، خو د هېواد د قانون پر بنسټ ونه اېستل شو.

د امان الله پر ضد جنايي څیړنې د نوموړي د همدې اعتراف او د ځینو نور اسنادو پر بنسټ چې په ۲۰۰۰ او ۲۰۰۱ م کلونو کې د یو بل افغان میرویس وردګ له خوا ( د انتقال حکم ) په نوم خپاره شول پیل شوې.

د انتقال حکم – یو داسې سند دی چې؛ پر بنسټ یې بندیان له پلټنو وروسته یا اعدام ته استول کېږي او یا هم زندان ته اچول کېږي.

د دې اسنادو اصلي متنونه وروسته د هالینډ پولیسو لاس ته ورسیدل چې؛ لږ تر لږه په ۲۷ فرمانونو کې د امان الله لاسلیک لیدل کېدی.

په تر لاسه شویو اسنادو کې دا کسان بنسټپاله مسلمانان، متفکرین، محصلان، د عامه خدمتونو مامورین، پوځي افسران، دکانداران او اشرار بلل شوي دي.

د تحقیق په بهیر کې د هالېنډ پولیسو د شاهدانو په لټه په جرمني او نورو هېوادونو کې له یو شمېر افغانانو سره اړیکې ونیولې.

له دې شاهدانو څخه یوه یې یوه ۹۳ کلنه افغان میرمن وه چې؛ په یو سلو څلورو پاڼو کې د هغو کسانو یو لیسټ ورسره و چې؛ د چارواکو په وینا په ۱۹۷۸ او ۱۹۷۹ م کلونو کې د کمونیسټي حکومت له خوا اعدام شوي ول.

د لټون او څیړنو په ترڅ کې د هالېنډ پولیس له دې واقیعت څخه هم خبر شول چې؛ د ګڼو هغو اعدام شویو کسانو چې نومونه یې په دې لیست کې شته کورنۍ لا هم د خپلو عزیزانو له برخلیکه خبرې نه دي.

یوې ځوانې افغان میرمنې د هالېنډ پولیسو ته ویلي، له ډیرو هلو ځلو وروسته یې د خپل ورک شوي پلار په اړه دومره معلومات تر لاسه کړل چې؛ په سلګونه کسان د پل چرخي د زندان تر شا وژل شوي او په بلډوزورنو تر خاورو لاندې شوې دي.

د عیني شاهدانو په وینا قربانیان د شپې له خوا د پل چرخي زندان ترڅنګ په کتارونو کې درول کېدل او په ماشیندارو وژل کېدل. یو شمېر چې په ډزو کې ژوندي او ټپي پاتې کېدل بلدوزورو ژوندي تر خاورو لاندې کول.

دې افغان میرمنې وروسته له هغې چې دا لیسټ یې ولید د خپل پلار نوم یې په کې وموند او له اوښکو څخه په ډکو سترګو یې پولیسو ته وویل، دیرش کاله وروسته په دې وپوهیده چې پلار یې له څه برخلیک سره مخامخ شوی وو.

امان الله په ۲۰۱۲ م کال کې ناڅاپي مړ شو او وروسته تر دې د هالېنډ حکومت دا اسناد له نورو اروپايي هېوادونو سره شریک کړل.

د هالېنډ لويې څارنوالۍ د سیپټېمبر پر اتلسمه نېټه پرېکړه وکړه چې؛ د "مرګ لیسټ" له "انتقال حکم" سر یو ځای د دې له پاره خپور کړي، هغه یو شمېر نور افغانان چې د خپلو ورکو عزیزانو له برخلیکه نه دي خبر، خبر شي، او نور د هغوی د راستنیدو په تمه ونه اوسي.

هر څوک کولائ شي چې؛ دا خپور شوی لیسټ د هالېنډ حکومت د جنګي جرمنو په رسمي ویب پاڼه http://www.warcrimes.nl کې وګورئ.
XS
SM
MD
LG