د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان ستونځه به په ګډه هواروو. افتخار چودري


د پاکستان مشر قاضي افتخار محمد چودري
د پاکستان مشر قاضي افتخار محمد چودري

چیف جسټس په خپله وینا کې زیاته کړه ؛بلوچستان د پاکستان هغه صوبه ده چې ښه امنيت یې د ټول هېواد د امن ضامن کېداﺉ شي؛.

د پاکستان مشر قاضي (چیف جسټس) چودري افتخار محمد چودري وايي، هر وار په دې امېد سره کوټې ته سفر کوي، چې ګوندې دا ځل به د تري تم شویو کسانو ستونځه هواره شي؛. خو د ده په خبره د دوی به بیا هم دا هڅه وي، چې د تري تم شویو کسانو او د خراب شويو مړيو لړۍ بنده شي. د پاکستان چیف جسټس کوټې ته تللی او هم هلته د بلوچستان پر امنیت د کیس اورېدنه نن دومه ورځ هم دوام لري.


د پاکستان د سترې محکمې چیف جسټس افتخار چودري يو ځل بیا ویلي په بلوچستان او ټول پاکستان کې امینت هله ممکن دی، چې د ده په خبره د آيين او قانون بالادستي وي. چیف جسټس افتخار چودري د دوشنبې پر شپه د بلوچستان های کورټ بار ایسوسي ایشن ته په وینا کې وکړې.

چیف جسټس په خپله وینا کې زیاته کړه ؛بلوچستان د پاکستان هغه صوبه ده چې ښه امنيت یې د ټول هېواد د امن ضامن کېداﺉ شي؛.
چودري افتخار وویل؛ له تېرو دوو کلونو هر وار کوټې ته په دې هېله راځي چې دده په وینا په بلوچستان کې به د تري تم شويو کسانو او خراب شويو مړيو د موندلو لړۍ بنده شي؛. چیف جسټس په خپله وینا کې وویل د صوبې د وګړيو لاهم پر سپریم کورټ باور شته، او سلګونه کیلوميټره لرې مېشت وګړي د انصاف لپاره راځي.

؛کله چې زه د فاضل بېنچ غړيو ته دا ووایم چې دا سیمه له دې ځایه اته يا نهه سوه ميله لرې ده. او دا مورکۍ يا دا سپين ږیری شلېدلي کالي او یبلې پښې وي، یواځې د دې لپاره دومره سفر کوي، چې وايي ګوندې د دوی غوښتنې به ومنل شي. په دې کې به له موږه چې څومره هم کېدای شوای، موږ به يې کوو؛.

افتخار چودري وویل، که چېرې په بلوچستان کې حالات ښه کول وي نو بايد د پاکستان له آيين او قانون سره سم د تري تم بلوڅانو له کورنیو سره مرسته وشي او همدا ستونځه ژر تر ژره هواره کړل شي.

چیف جسټس په خپله وینا کې زیاته کړه ؛بلوچستان د پاکستان هغه صوبه ده چې ښه امنيت یې د ټول هېواد د امن ضامن کېداﺉ شي؛.

؛بلوچستان د پاکستان يوه هغه مهمه حصه ده چې ددې د حقونو حفاظت او د خلکو حفاظت کول، د پاکستان د مرکزی حکومت په خاصه توګه د صوبايي حکومت ذمه واري ده؛.

تردې وړاندې د دوشنبې په ورځ د سپريم کورټ له لوري په کوټه کې د بلوچستان د امنیت او تري تم کسانو د کېس اورېدنه د سترې محکمې د چیف جسټس افتخار چودري په مشرۍ کې يو ځل بیا پېل شوه، چې په کې د عدالت د حکم باوجود د ملېشه ځواکونو مشرځکه حاضر نه شو. چې د ملېشه ځواکونو نوی مشر مېجر جنرل شاهد اعجاز په بلوچستان د بېل بېل سیمو په دوره وو. خو د سپریم کورټ له خوا يوا وارې بیا د ملېشه ځواکونو مشر ته هم نن د سېشنبې په ورځ د حاضرېدو حکم ورکړی.
XS
SM
MD
LG