د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ترهګر خپل شرطونه نه شي راباندې منلائ"


د پاکستاني پوځ لوی درستیز جنرال پرویز اشفاق کیاني
د پاکستاني پوځ لوی درستیز جنرال پرویز اشفاق کیاني

کیاني وویل،"سولې ته د چانس په ورکولو سره باید دا خبره په پام کې ونیسو چې هېڅوک باید په دې غط فهمي که نه وي چې ترهګرو دې خپل شرطونه په موږ ومني ."

د پاکستاني پوځ لوی درستیز ( سرلښکر) وايي، چې؛ پاکستاني طالبانو د جوړجاړي په خبرو کې د ګډون لپاره د شرطونو په ښودلو سره د پرمختګ لاره ډب کړې ده.


د پوځ مشر جنرال پرویز اشفاق کیاني نن پر دوشنبه په دې هېواد کې د دوو لوړ پوړو پوځي افسرانو د وژل کیدو په تړواو په خبرو کې وویل، پوځ یې د ترهګرو ډلو ټپلو پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی.

د جرمني خبري اژانس وايي، د پاکستاني طالبانو دا وروستی شرایط ښايي په دې هیواد کې د سولې د پلان لپاره چې د حکومت لخوا تیره اونۍ تایید شو خنډ پېښ کړي.
نوموړي زیاته کړه چې؛ پوځ یې پیاوړی دی او ترهګر یې د خپلو شرایطو منلو ته نه شي مجبورولای.

د جرمني خبري اژانس (ډي پي آ) د کیاني له خولې لیکلي:

"سولې ته د چانس په ورکولو سره باید دا خبره په پام کې ونیسو چې هېڅوک باید په دې غط فهمي که نه وي چې ترهګرو دې خپل شرطونه په موږ ومني ."

د جنرال اشفاق کیاني تر دې خبرو یوه ورځ مخکې ( پرون) د پاکستان د پوځ یو جنرال او یو بل لوړ پوړی افسر د پاکستاني طالبانو په بمي حمله کې ووژل شول.

تحریک طالبان پاکستان پرون پر یکشنبه غوښتنه وکړه چې؛ د پاکستان حکومت باید د دوی زندانیان خوشي کړي او افغانستان ته په نږدې پرتو سیمو کې له پوځي مرکزونو خپل عسکر پر شا کړي.

د جرمني خبري اژانس وايي، د پاکستاني طالبانو دا وروستی شرایط ښايي په دې هیواد کې د سولې د پلان لپاره چې د حکومت لخوا تیره اونۍ تایید شو خنډ پېښ کړي.

پاکستاني طالبانو د تیرې جمعې په ورځ اته تنه حکومتي چارواکي چې تقریبا یوکال یې یرغمل ساتلي ول ، د دوي په وینا ، له حکومت سره د جوړجاړي خبرو لپاره د ښه نیت په ښودلو یې خوشي کړل .

د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف هم د یکشنبې د ورځې حمله غندلې خو دا یې نه دي ویلي چې حکومت یې له طالبانو سره د خبرو نیت لري او که نه.
XS
SM
MD
LG