د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تیرا میدان بې کوره شوي ستنېږي


پوځ ادعا کوي چې د تیرا میدان سیمه یې په خپله ولکه کې اخیستې، او له وسلوالو یې پاکه کړې ده. دوی وايي، د تیرا میدان خلک دې خپلو کورونو ته ستانه شي.

د قبایلي سیمو د قدرتي آفتونو سره د مبارزې ادارې (اېف ډي اېم اې) یو چارواکی وايي، چې له ۱۵ م سیپټېمبره د تیرا میدان د بې کوره شوو خلکو ستنېدل پیل شوې چې په لومړي پړاو کې به تر ۱۵م اکتوبره دوام ولري او دویم پړاو به یې د راتلونکې ۲۰۱۴ م کال له مارچ میاشتې پیلېږي.


د اېف ډي اېم اې چارواکی عادل جاوید مشال ريډیو ته وویل:

((د تیرا میدان کډوالو ستنیدو اولني پړاو له پاره یې په کوهاټ ضلع کې د جرمه مرکز او د کرمې ایجنسۍ په سده کې د دراني کډوالو کیمپ ټاکلی دی، او له دې دوو ځایونو کډوالو ته د واپسۍ ټول معلومات ترلاسه کیدای شي او هم له دې ځایونو خپلې سیمې تیرا میدان ته روانېدای شي))


پوځ ادعا کوي چې د تیرا میدان سیمه یې په خپله ولکه کې اخیستې، او له وسلوالو یې پاکه کړې ده. دوی وايي، د تیرا میدان خلک دې خپلو کورونو ته ستانه شي.
د کوهاټ په جرمه مرکز کې د تیرا میدان بې کوره شوی یو تن محمد اقبال اپرېدی وايي چې:

(( موږ ته سامانونه ملاو شول او اوس په ګاډو کې تیرا میدان ته روانیږو، موږ ډېر خوشاله یو، د کډوالۍ په وخت راباندې ډیر تکلیفونه تیر شول، نه مو د اوسیدو سم ځای وو او نه راته خوراک ملاوېده او نه مو کورونه وو، داسې وخت مو تېر کړ، لکه په اور کې چې پراته وو، اوس به خپل وطن ته ځو او ماشومان او میرمنې مو هم ډېرخوشاله دي))


دا چې د تیرا میدان بې کوره شوو خلکو ته د واپسۍ په وخت کوم ډول اسانتیاوې ورکول کېږی؟ په دې اړه د (اېف ډي اېم اې) چارواکۍ عادل جاوید وايي:

(( هرې کورنۍ ته به خوراکي توکي، غیر خوراکي څیزونه لکه د صحت او صفايي غوټه (کیټ) او ویکسین ورکول کېږي او چې کله تیرا میدان باغ مرکز ته ورسي نو هرې کورنۍ ته به ۲۵۰۰۰ روپۍ او تیار خوراک هم ملاو شي))

عادل جاوید زیاته کړه چې اوس به د سیپټېمبر له ۱۵مې تر ۱۹ مې نیټې یوازې ملک دین خیل او بر قمبر خیل واپس لیږل شی او باقی پاتې قبیلې به له ۲۰م سیپټېمبره ستنول کېږي، او هره ورځ به خوا وشا ۵۰۰ کورنیو ته د واپسۍ اسانتیاوې ورکول کېږي، او تیرا ته له رسیدو پس به ورته تر ۹ نهو میاشتو پورې راشن هم ملاوېږي.

یاده دې وی چې د خیبر ایجنسۍ په لرې پرته سیمه تیرا میدان کې د سږني ۲۰۱۳ م کال په فبرورۍ میاشت کې هلته میشت حکومت پلوه ډلې انصارالاسلام او تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې ترمنځه د نښتو او مرګ ژوبلې وروستو انصارالاسلام ډلې او ځايي خلکو دغه سیمه خالي کړې وه، چې بیا وروسته وسلوالو طالبانو تر خپل واک لاندې کړې وه. د اېف ډي اېم اې په خبره خواوشا ۱۷۰۰۰ کورنیو ترې خپلې کډې رااېستلې وې خو اوس پوځ ادعا کوي چې د تیرا میدان سیمه یې یې بیرته په خپله ولکه کې اخیستې ده او له وسلوالو یې پاکه کړې ده.پوځ او پولیټیکل چارواکی وايي چې اوس دې د تیرا میدان خلک بیرته خپلو کورونو ته راشي.
XS
SM
MD
LG