د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوره کې د ماشومې ورکولو په تور ۶ تنه ګرفتار


په سوات کې په ۲۰۱۲م کال هم یوه ماشومه بي بي روزه په سوره کې د ورکولو لانجه راپورته شوې وله.
په سوات کې په ۲۰۱۲م کال هم یوه ماشومه بي بي روزه په سوره کې د ورکولو لانجه راپورته شوې وله.

د پولیس مشر وايي، (( ماشومه لا په لاس نه ده راغلې، داسې ویل کېږي چې هغه له خپل نیکه او پلار سره چارسدې ته تللي دي.))

د سوات په مټه تحصيل کې پوليسو د شپږ کلنې ماشومې په سوره کې د ورکولو په تور شپږ کسان نيولي دي.


پرون د یکشنبې پر ورځ د تحصيل کبل کاله کوټ تاڼې مشر فضل مالک له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې دوی تېره ورځ د رېګستون نومي کلي په مقامي جرګه هغه وخت چاپه ووهله، کله چې یې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې هواري لپاره د شپږ کلنې ماشومې حسينې د ورکولو فېصله کوله:

(( ماشومه لا په لاس نه ده راغلې، داسې ویل کېږي چې هغه له خپل نیکه او پلار سره چارسدې ته تللي دي.))

د کاله کوټ تاڼې مشر وايي، چې په نيول شوو کسانو به د مټې په عدالت کې د سورې ضد قانون لاندې مقدمه چلوي.

http://سوات: د سورې شپږ کلنه ناوې او زوم ونیول شول
XS
SM
MD
LG