د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې د افغان فوټبالرانو هرکلۍ

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم چې د جنوبي اسیا جام اتلولي یې ګټلې، د کابل هوايي ډګر ته راورسید. د دوی هرکلي ته ولسمشر حامد کرزی هم هوايي ډګر ته ورغلی و، چې له هغه ځایه بیا د شانګهای په غونډه کې ګډون لپاره قرغزستان ته ځي. د فوټبال د ملي ټیم د غړو هرکلي ته د کابینې او ملي شورا یو شمېر غړي او عام خلک هم ورغلي دي. ولسمشر حامد کرزي تر دې مخکې هم د جنوبي اسیا د جام مبارکي د فوټبال ټیم او ټولو خلکو ته ویلې وه. هغه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې دا کامیابي ښيي چې د افغانستان د پرمختګ مخه هیڅوک نشي نیولای. د تیرې چارشنبې په شپه افغانستان د جنوبي اسیا د جام په پایلوبه کې هند ته دوه په صفر ماتې ورکړه. له دې بریا وروسته په پلازمینې کابل او لویو ښارونو کې خلک سړکونو او کوڅو ته راووتل او په جشنونه یې وکړل.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG