د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا ماشومانو لپاره مالي صندوق جوړ کړل شو


په قبائیلی سیمو کې په سلو کې ۵۹ ماشومان چې عمرونه یې له څلور کلونو نه تر لسو کلونو پورې دي لا هم په سکولونو کې نه دي داخل کړل شوي.

پیښور: د خیبر پښتونخوا ګورنر انجینیئر شوکت الله د قبائیلی سیمو لپاره په فاټا سیکرټریټ کې د تعلیمي پرمختګ لپاره د مالي صندوق قائمولو اعلان کړی دی-


د فاټا سیکرټریټ ویاند فضل الله مشال ریډیو ته وویل چې د دې مالی صندوق په لړ کې به دوی د نړیوالو مرستندویه ادارو ملاتړ هم ترلاسه کوي: ((دا مالي صندوق د فاټا هغه ماشومانو لپاره دی چې ښوونځيو ته نه ځي، د دې ګام موخه له بې وزله مېندو پلرو سره مرسته ده چې خپل ماشومان سکولونو ته واچوي. او خپل ماشومان له مزدریو او کارونو راوباسي او سکولونه ورباندې ووايي. د تعلیم لګښت یا خرچه به یې حکومت برداشت کړي، نو د دی مقصد د تر لاسه کولو لپاره ګورنر ښاغلی شوکت الله په لومړي فرصت کې د شل کروړو روپو ورکولو اعلان کړی دی. او له نورو نړیوالو ادارو به هم مرسته اخلو چې دا پروګرام مو کامیابه شي. ))

له ګورنر هاؤس پیښوره په خپاره شوي یو بیان کې راغلي چې ګورنر انجینئر شوکت الله دا ګام په قبائیلی سیمو کې د تعلیم په اړه د یوې سروې د تفصیلاتو له کتلو وروسته پورته کړی دی چې په کې ویل شوي په قبائیلی سیمو کې په سلو کې ۵۹ ماشومان چې عمرونه یې له څلور کلونو نه تر لسو کلونو پورې دي لا هم په سکولونو کې نه دي داخل کړل شوي.

د دغه سروې ترسره کوونکې غیر دولتي ادارې این سي ایچ ډي د قبائیلی سیمو سیمه ایز کوارډینیټر شهزاد همایون مشال راډیو ته وویل:

(( له خواوشا دوه لکه دوه اویا زره کورنو نه مو دا معلومات راټول کړي ول، او د هغی روستو مو د دې معلوماتو تجزیه وکړه چې په دې کې څومره ماشومان داسې دي چې د سکول ته د تلو عمر پرته[د پنځو کلونو نه تر نهه کلونو پورې) په ښوونځيو کې داخل نه دي. دا سروې د قبائیلي سیمو په نهه برخو کې چې سویلی وزیرستان، کورمه او ایف آر کوهاټ پکې شامل نه دي او د یادو سیمو نه علاوه د نورې ټولې فاټا په مختلفو برخو کې تر سره شوې وه، د دې سروې تر مخه هغه ماشومان چې د سکولونو نه بهر وو د هغوی شمیره یو لاک اتویشت زره نهه سوه شپږ پنځوس[۱۲۸۹۵۶] وه، او دا هغه ماشومان دي چې عمر یې د سکول د تګ وو خو په سکولونو یا مدرسو کې نه وو داخل کړل شوی))

د یادونی وړ ده چې د سیپټېمبر له اتمې د لیک لوست نړیوالې ورځې د لمانځلو وروستو په قبائیلي سیمو او خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو په سکولونو کې د داخلې لپاره د زدکونکو له لوري کېمپینونه پېل شوي دي او لا هم د تعلیم په اړه سیمینارونه، لاریونونه او غونډې دوام لري-
XS
SM
MD
LG