د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرداري تاریخ جوړ کړ


د زرداري لويه لاسه ته رواړنه دا ده چې د پاکستان د ولسمشرۍ دفتر پرېښود چې په شونډه يې موسکا وه او له دفتره په تابوت، زولنو يا بې عزتۍ ونه ووت.


نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي چې د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري د صدرات د مودې پوره کېدو وروسته هغه د ټيليويژن په يوه مرکه کې ارامه او مطمين ښکارېدی. د خپلې پنځه کلنې دورې پرمهال زرداري له بېلابېلو خطرونو او ګواښونو روغ ووت. د ورځپاڼې په وينا د عدليې له خوا د درغليو په مقدمو کې د هغه ليري کول، د پوځ له خوا د هغه پر ضد کودتا او د مطبوعاتو له خوا پر هغه نيوکې ځينې هغه خطرونه وو چې آصف علي زرداري ورسره مخامخ وو.


د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په وينا ښاغلی زرداري په داسې حال کې د ولسمشرۍ دفتر نه وځي چې د پاکستان اقتصاد په ډير خراب حالت کې دی، خو د پيپلز ګوندې دې ۵۸ کلن مشر د پاکستان جمهوريت ته د خپلې صدارتي دورې په پوره کولو سره وده ورکړه. هغه د پاکستان په تاريخ کې لومړی ولسمشر دی چې د خپلې دندې موده پوره کوي. پخوا ټول د خپلو وزيراعظمانو، پوځي کودتاګانو يا نورو له وجې له دندو ليري شوي دي.

مقاله کې راغلي چې زرداري تر ولسمشر کېدو دمخه په خپل ژوند کې يوولس کاله په جيلونو کې تېر کړي او دغه کار نوموړی په سياسي توګه پوخ کړی نو ځکه خو د سختو سيالانو سره يې کاميابه سياست وکړ او خپله صدارتي دوره يې پوره کړه. ورځپاڼې ته د بوسټڼ پوهنتونو د نړيوالو اړيکو يو استاد، عادل نجم ويلي چې د آصف علي زرداري لويه لاسه ته رواړنه دا ده چې په داسې حال کې يې د پاکستان د ولسمشرۍ دفتر پريښود چې په شونډه يې موسکا وه او له دفتره په تابوت، زولنو يا بې عزتۍ ونه ووت.

ليکوال ليکي چې آصف علي زرداري د ولسمشرۍ پر مهال د پاکستان خرابه اقتصاد ښه نه کړ او د بجلۍ بحران يې حل نه شو کړلی خو د جمهوريت د پرمختګ لپاره يې ځينې ښّه ګامونه پورته کړل لکه له د ولسمشر د پارليمنټ د ليري کولو واک يې محدوده کړ او قبايلي سيمو لپاره يې سياسي اصلاحات راوستل.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي چې آصف علي زرداري په ۲۰۰۸ کال کې د خپلې ښځې بينظير بوټو تر وژل کېدو وروسته انتخاباتو کې د پيپلز ګوند له کاميابۍ وروسته ولسمشر شو. پر هغه د درغليوو تورونه وو او نه يوازې د پاکستان د پوځ خوښ نه وو بلکې په خپل ګوند کې دننه هم پرې خلکو د پوره واک اختيار د اخيستنې په اړه شک درلود.

په مقاله کې راغلي په ۲۰۰۹ کال کې د ويکي ليکس له خوا په خپرو شوو پټو امريکايي سفارتي اسنادو کې راغلي چې د پاکستان د پوځ مشر جنرل کياني د ممکنه کودتا خبره کړي وه او زرداري هم امريکايي مرستيال ولسمشر جوبايډن ته ويلي وو چې پوځ يې له مخې ليري کول غواړي. زرداري خپلو نيزدي ملګرو ته ويلي وو چې پوځ يې خبرې ريکاډ کوي خو پوځ حيثيت هم د امريکايانو له خوا ايبټ اباد کې د القاعده د ترهګرې ډلې د مشر اسامه بن لادن له وژلو وروسته زيانمن شوی وو.

نيويارک ټايمز ليکي زرداري د خپل امنيت په اړه دير احتياط کاوه. ډير کم به له اسلام اباد څخه بهرتللو او پاکستان کې د سختو سيلابونو پر مهال په فرانس کې د چټيانو د لمانځنې په شان غلطيانو مطبوعاتو ته دا موقعه په لاس ورکړه چې د هغه پر خلاف وغږيږي او ملنډې پرې ووهي. ځينې خلکو خو آن دا باور دلود چې زرداري د خپلې ښځې په وژل کېدو کې لاس لري خو هغه دا هر څه وزغمل او په اصطلاح چې په يو مخ به يې څپيړه خوړه نو دا بل به يې ورته ورواړاوه.
XS
SM
MD
LG