د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي ځواکونو باید افغانستان کې پاته شي


امريکا چاپ واشنګټن ټايمز ورځپاڼې په خپله يوه ليکنه کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د يوه لوړ پوړي قوماندان خبره راخيستې چې ويلي يې دي، له ۲۰۱۴ م کال وروسته هم په افغانستان کې د امريکايي سرتيرو پاتې کېدو ته اړتيا ده.


دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې دېره امريکايي قوماندانان په افغانستان کې له يادې مودې وروسته د پاتې کېدونکيو امريکايي سرتېرو د شمېر او د هغوئ د رول د څرنګوالي په اړه د امريکايي ولسمشر براک اوباما پرېکړې ته انتظار باسي.

په افغانستان کې د امريکايي هوايي ځواک دغه مشر، ميجر جنرل کينيت وېلسبيچ زياته کړې، اوس مهال زموږ پلان دا دی چې په افغانستان کې خپل هوايي ځواک وساتو چې له ايتلافي ځواکونو سره به مرسته کوي.

هم په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو يو پخواني قوماندان تېره مۍ مياشت ويلي ول چې د جګړې پر مهال د هوايي مرستې او د زخميانو او وژل کېدونکيو سرتېرو يې پر وخت روغتونونو د رسولو له پاره بايد د امريکا د هوايي ځواک يوه برخه په افغانستان کې شتون ولري.
XS
SM
MD
LG