د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون کلتور ودې ته اړتیا لري


د بلوچستان سره تعلق لرونکی انځور ګر ، لیکوال او هنر مند جمال شاه د مشال راډیو سره په مرکه کې وایې د وړوکوالې نه یې د انځورګرۍ سره مینه وه.


جمال شاه وایې تعلق یې د پشین سیمې سره دی، او د سکول او کالج د وختو نه یې شوق وو چې په ډرامو کې کار وکړي او دا شان په ۱۹۷۵ م کال کې یې په ډرامو کې کار پیل کړ. هغه د مجسمه سازۍ ذدکړې هم حاصلې کړې دي.

د هغه لومړۍ ډرامه ډیوې که تڼاکې وه، چې په ۱۹۷۷م کالې د کوټې نه خپره شوې وه.

هغه د اردو ژبې په یو شمیر ډرامو لکه کوهکن، پالی شاه ، کل او بارش کې بعد کې کار کړی ، چې وایې دغه یې د خوښې ډرامې دي.
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:18:54 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


جمال شاه په اسلام اباد کې د هنر د ذکړو اداره هنر کده هم جوړه کړې ده، چې پکې د ارټ د مختلفو څانګو تربیت ورکړل کیږي. جمال شاه یو ډایرکټر او یو ډرامه لیکونکی هم دی ، او وایې کوشش کوي، داسې کار وکړي پښتنو ځوانانو کې د هغوي د کلتور او تاریخ په اړه بوهه پیدا کړي.

جمال شاه وایې د پښتنو د کلتور او ثقافت د خوندي کولو لپاره باید کار وشي، او ځکه یې د هنر کدې په نوم یوه اداره هم جوړه کړې ده.
XS
SM
MD
LG