د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زندانونو کې د افغان او پاکستاني بنديانو برخليک


د افغانستان په جېلونو کې پاکستاني او د پاکستان په جېلونو کې له مودو راهيسې افغان بنديان ساتل شوي دي چې خپلوان يې د خلاصون او دوی ته د انصاف ورکولو غوښتنه کوي.


که څه هم د بشري حقونو ځيني سازمانونه هم وخت نا وخته د دغو بنديانو کتنه کوي خو داسي مېکانيزم نشته چې په مستقل او منظم ډول د دوی دوسيې پر مخ يوړل شی او له يو بل سره شريکي کړل شي.

په افغانستان کې د طالبانو تر سقوط وروسته يو شمېر پاکستانيان د افغانستان په بېلا بيلو جېلونو کې بنديوان دي چې د بېلا بيلو جرايمو کولو په تور نيول شوي دي.

که څه هم د دې بنديانو خپلوان د دوی د خلاصون غوښتنه کوي خو افغان حکومت وايي چې د دوی برخليک به پر دوی لګېدلو تورنو ته په کتو سره ټاکل کيږي.

په کبال کې د افغانستان د بشري حقونو د کمېشن سيمه ايز مشر شمس الله احمدزی وايي په بګرام او پل چرخي زندانونو کې د داخلي بنديانو سربېره بهرني بنديان هم ساتل شوي دي چې پاکستانيان هم پکې شامل دي خو دوی يې وخت په وخت کتنه کوي او د دوی وضعيت څاري.

((موږ هلته بنديان ګورو که هغه بهرنيان وي که داخليان وي. دا چې د ده سره څنګه چلن کيږي. د ده سرنوشت ټاکل شوی وي که نه. د ده سره خو به بد چلن نه کيږي يا دی خو به شکنجه کيږي نه. د ده دمحکمې په بهير کې، د نيولو او تعقيفولو په وخت کې د عادلانه محکمې اصول او معيارونه په پام کې نيول شوي وي. اصلاً موږ ته دا مسله مطرح نه ده چې بندي افغان دی که بهرنی دی. د يو انسان په صفت هغه حقونه او قوانين چې يو بندي ته په نظر کې نيول شوي وي، هغه بايد په پام کې ونيول شي.))


شمس الله احمد زی زياتوي چې دوی داخلي او بهرني بنديانو ته په يو نظر ګوري او له ټولو سره د افغانستان د بشري حقونو د وضع کړل شوو قوانينو سره سم چلند کيږي.

((د بنديانو په اړه دوسيې محکمې ته تللي دي. پر اکثرو د محکمې حکم هم راغلی دی. او زياتره يې حتا د ولسمشر لخوا د بښنې نه هم برخمن شوي دي.))

که يوې خوا ته د افغانستان په جېلونو کې يو شمېر پاکستانيان بنديان دي نو بلخوا بيا د پاکستان په بېلا بيلو جېلونو کې هم له مودو راهيسي يو شمېر افغان بنديان ساتل شوي دي. دا چې په پاکستان کې له افغان بندیانو سره څنګه چلند کيږي او دوی ته تر کومه حده انصاف ورکول کیږي، د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن د خېبر پښتونخوا مشر شېر محمد خان اېډوکيټ وايي د رياستي جرم پرته له ټولو افغان بنديانو سره د پاکستاني بنديانو په شان سلوک کيږي

((که د پاکستان ښاري وي يا که د افغانستان ښاري، که يو تور پر هغه دا وي چې د رياست په ضد په جرم کې ملوث وي نو د هغه سره بيا د عام قيدي غوندي سلوک نه کيږي. خو که په عام جرم کې نيول شوي وي لکه په غلا کې وي، په مړي کې وي، په شوکه کې وي يا په تخريب کارۍ کې وي نو بيا خو چې د نورو سره سلوک وي، هغه د ده سره کيږي.))

شېر محمد خان زياته کړه چې دوی تر اوسه دا سروې نه ده کړې چې په پاکستان کې څومره افغان بنديان دي او په څه جرم نيول شوي دي او نه هم داسي يوه اداره د ده په علم کې شته چې د افغان بنديانو مقدمې څاري.

د افغانستان او پاکستان په زندانونو کې د يو بل يو شمېر بنديان ساتل شوي خو د بشري حقونو مبارزه کونکې وايي چې په کار ده په دواړو هيوادونو کې يوه ځانګړې اداره بشري حقونو ته په پام سره د بهرني بنديانو مقدمې وڅاري او د اړونده حکومتونو سره يې مالومات شريک کړي.
XS
SM
MD
LG