د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او روسیه د سوریې په سر اختلاف لري


د امریکا متحده ایالات او ځیني لویدیځ متحدان یې په سوریې باندې د پوځي حملې ملاتړ کوي او وایي، د بشار الاسد ځواکونو په ملکیانو زهري غاز استعمال کړی او باید د دغه وحشیانه عمل سزا ورکول شي.


روسیه او چین تر اوسه په دې نه دي قانع شوي چې د سوریې حکومتي ځواکونو کیمیاوي حمله کړې ده.

دوی وایي، د ملګرو ملتونو د پلټونکو د بې پري راپور او معلوماتو وروسته به پریکړه وکړي.

د امریکا متحده ایالات او روسیه وایي، په سوریې کې د پوځي عملیاتو په اړه یې خپل مخالفتونه نه دي حل کړي.

د روسیې جمهور رییس ولادمیر پویتن د جمعې په ورځ وویل؛ پوځي عمل به بې ګټې وي.

ده په سنټ پیترزبرګ ښار کې د شلو صنعتي هېوادونو له غونډې وروسته په یوه خبري کنفرنس کې خبرې وکړي:


"موږ پوهیږو کله چې په منځنې ختیځ کې ځینې نښتې او یا مصیبتونه رامنځ ته شي، سمدستي ورسره د تیلو بیې پورته شي. دا څه معنی لري؟ دا په دې معنی چې د تیلو د بیو په جګېدو سره نړیواله اقتصادي وده ورو کوي. که د سیاست په ژبه ووایو، د نړیوال اقتصاد په روان سخت وخت کې په منځني ختیځ کې هر ډول بې ثباتي ګټوره نه ده."


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما په پوځي عمل ټينګار کوي او وایي، د سوریې د حکومت له خوا د کیمیاوي وسلو د حملې له امله دې دغه هېواد ته سزا ورکول شي.

واشنګټن ادعا کوي چې، د اګست په ۲۱ مه دمشق ته نږدې کیمیاوي حملې کې له ۱۴۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي وو.

چین او روسیه د ملګرو ملتونو امنیت شوری کې د سوریې پر ضد د پریکړه لیک مخالفت کوي او وایي، د ملګرو ملتونو پرته هر ډول پوځي عمل به غیر قانوني وي.

د روسیې جمهور رییس ولادمیر پویتن وایي، د ملګرو ملتونو له تصویب پرته پر سوریې باندې د قوې هر ډول استعمال به یو یرغل وي.

پوتین زیاته کړه چې، د پنجشنبې په ورځ یې له جمهور رییس بارک اوباما سره یو په یو خبرې وکړې. دی وایي، که څه هم چې دوی د سوریې په اړه موافق نه وو؛ خو خبرې یې مهمې او ګټورې وي.

د روسیې جمهور رییس ولادمیر پوتین وویل، په سوریه کې د کیمیاوي وسلو استعمال د وسله والو له خوا یو ډول پارونه ده او هغوی په دې ډول د بهرنیانو ملاتړ راجلبوي.

ده وویل، مسکو به سوریې ته مرستې جاري وساتي؛ حتی په دې هېواد باندې د حملې په صورت کې به هم خپلې مرستې بندې نه کړي:

"هو، موږ به له سوریې سره مرستو ته دوام ورکړو. دا چې دا مرستې به څنګه کوو؟ موږ به هغوی ته وسلې ورکوو او په اقتصادي برخه کې به ورسره همکاري کوو. زه هیله مند یم چې د مرستو رسولو په ګډون، د بشري مرستو همکارۍ نورې هم ز یاتې شي."


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما د شلو صنعتي هېوادونو د غونډې په پای کې وویل، د روسیې له جمهور رییس سره یې سپینې او جوړونکي خبرې وکړې، که څه هم چې دوی په سوريې کې د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه د ځواب ویلو پر سر لا هم توافق ته نه دي رسیدلي.

جمهور رییس اوباما استلال کوي؛ که چیرې د ملګرو ملتونو امنیت شوری اقدام هم ونه کړي، په سوریې باندې عمل ته اړتیا ده.

جمهور رییس اوباما دغه راز وویل، د شلو سترو صنعتي هېوادونو یو شمېر مشران دا خبره مني چې نړۍ په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال پر وړاندې لاس تر زنې نه شي کښېناستلای.


"دلته په سنټ پیترزبرګ ښار کې له اروپا، آسیا او منځني ختیځ څخه مشران راغلي او وایي، د کیمیاوي وسلو د استعمال پر ضد باید د نړیوالو اصولو ملاتړ وشي او د جمهور رییس بشار الاسد رژیم پر خپلو خلکو کیمیاوي وسلې استعمال کړي دي. له همدې امله باید قوي ځواب ورکړ شي."


د شلو سترو صنعتي هېوادونو غړیو د جمعې په ورځ په یوې ګډې اعلامیې کې وویل چې؛ په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال پر ضد دې یو قوي نړیوال ځواب ورکړ شي.

په اعلامیې کې ویل شوي، شواهد بیخې په ډاګه ښیي چې؛ د اګست د ۲۱مې کیمیاوي حمله د سوریې حکومت کړې ده. په اعلامیې کې په خاص ډول د پوځي عمل غږ نه دی شوی.

دا سند آسټرالیا، بریتانیا، کاناډا، فرانسې، ایټالیا، جاپان، جنوبي کوریا، سعودي عربستان، هسپانیې او ترکیې لاسلیک کړی دی.

د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان هغه اندیښنې رد کړې؛ چې وایي، د بشار الاسد د لرې کېدو په صورت کې به په سوریه کې بنسټ پالو ته میدان خالي شي. دی وایي، د سوریې هر نوی حکومت به د اسد د حکومت په نسبت ښه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG