د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وایي، پر اتمي تاسیساتو بشپړ واک لري


پاکستاني چارواکو دا څرګندونې په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې د یو خپاره شوي راپور په ځواب کې کړي چې؛ په کې ویل شوي دي، پاکستان د ملي امنیت له پلوه د نړۍ له بل هر هېواد څخه زیات د امریکا د استخباراتو تر څارنې لاندې دی.


په دې لیکنه کې د پاکستان د اتمي تاسیساتو په اړه هم اندېښنه ښودل شوې ده.

پاکستان خپل اتومي سیاست مسولانه بللی دي او اعلان يې کړی چې د دې هېواد حکومت د خپلو اتمي تاسیساتو د کنترول لپاره یو سیستم رامنځ ته کړی دی چې؛ د دې تاسیساتو امنیت او خوندیتوب یې ډاډمن کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې د واشنګټن پوسټ په ورځپاڼه کې د یو خپاره شوي راپور ځواب ورکړی چې په کې ویل شوې دي، د امریکا متحده ایالات د پاکستان د اتومي تاسیسانو او د دې هېواد د استخباراتي ادارو په اړه ژوره اندېښنه لري.

په دې خبرپاڼه کې د پاکستان حکومت د هغې بې باورۍ د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي چې؛ د دې هېواد او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ رامنځ ته شوې ده.

خو څو پاکستاني کارپوهانو د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي چې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ دوه اړخیزه بې باوري د تروریزم ضد جګړه کې د همکارۍ او شراکت د یو اوږدې سابقې سره سره اوس روښانه ده.

دا بې باوري د ځينو پېښو څخه پیل شوه. په دې کې مهمه پېښه په ۲۰۱۱ م کال کې په پاکستان کې دننه د امریکا د ځانګړو ځواکونو له خوا د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو مساله وه.

د پاکستان د دفاعي چارو کارپوه رفعت حسین وايي، د امریکا او پاکستان ترمنځ د باور کموالی نور پټ نه دی او په دې وروستیو کلونو کې له یوې ورځې بلې ته زیات شوی دی.

حسین وايي، پاکستاني چارواکي په دې اړه چې امریکا د دې هېواد د اتمي سرچېنو د راتلونکې په اړه څه فکر کوي ژوره اندېښنه لري. د نوموړي په وینا پاکستانیان باور لري چې له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو تر ایستلو وروسته به امریکا د پاکستان د اتمي سرچېنو د مهار کولو هڅې پیل کړي.

یو بل څیړونکې او فزیک پوه پرویز هودبای چې د پاکستان د اتمي پروګرام له منتقدینو څخه دی وايي، د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې پر پاکستان د امریکا د بې اعتمادۍ په اړه خپره شوې لیکنه حیرانونکې نه ده. نوموړی وايي دې کې هیڅ شک نه شته چې امریکا پاکستان د جدي څارنې لاندې نیولی او په دې ټول پوهیږي.

د نوموړي په وینا امریکا د پاکستان سره په ګډو پوځي تمریناتو کې چې هرکال او یا تر هغې مخکې ترسره کېږي، د پاکستان د اتومي تاسیساتو د خوندیتوب، د اتومي سرګلولو د غلا کېدو، او په دې هیواد کې د یو بنسټ پال حکومت د واک ته رسیدو د احتمال په وړاندې لارې چارې سنجوي.
XS
SM
MD
LG