د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکايي سینټ کمېټۍ د شام برید قرارداد منظور کړ


سرچینه: د مشال راډیو خبرونو مرکزي څانګه
ژباړه: بوریوال کاکړ


د امریکايي سېنټ د بهرنیو اړیکو کمېټۍ د چارشنبې په ورځ هغه قرارداد د اووه په مقابله کې په ۱۰ رایو منظور کړ چې د شام د مشکوک کېمیاوي برید په غبرګون کې امریکايي ځواکونو ته د شام د رژیم پر ضد د برید اجازه ورکوي.


د سپینې ماڼۍ پریس سیکرټري جې کارنې ویلي ، د سېنټ د بهرنیو اړیکو د کمېټۍ دا ګام به نه یوازې د امریکا ملي امنیتي ګتې وساتي بلکې د شام د ولسمشر بشارالاسد کېمیاوي صلاحیت به هم راټیټ کړي.

دا قرارداد چې بې له جنګي ځواکونو د عملیاتو لپاره د نوي ورځو اجازه ورکوي ، لا هم د ټول سېنټ منظورۍ ته اړتیا لري.

پر دې قرارداد په داسې وخت کې رایې اچول شوې دي چې ولسمشر باراک اوباما د سویډن په سفر دی.

ولسمشر باراک اوباما ویلي چې که چېري دمشق ته د کېمیاوي وسلو پر استعمالولو سزا ورنه کړل شوه نو د نړیوالې ټولنې اعتبار په خطر کې دی.

((ما یوه سره کرښه نه ده ټاکلې. نړۍ یوه سره کرښه ټاکلې ده. نړۍ دا سره کرښه هغه وخت وټاکله چې د نړۍ د اته نوي فیصده خلکو استازو حکومتونو وویل چې د کېمیاوي وسلو استعمال د کرکې وړ دی او هغوی یو داسې تړون منظور کړ چې که چېري دوه هیوادونه یو له بل سره په جګړه بوخت وي هم به کېمیاوي وسلې نه کاروي. کانګریس هغه وخت سره کرښه وټاکله چې کله یې دا تړون منظور کړ.))

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د سېنټ د بهرنیو اړیکو کمېټۍ ته ویلي چې د امریکا ملګري او سلاکاران دا څار چې امریکا به د شام د کېمیاوي وسلو د برید په غبرګون کې څه کوي او څه ډول به یې کوي.

د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل هم دې کمېټۍ ته ویلي چې پر شام به دا برید بې ځایه نه وي بلکې په لویه کچه به د بشارالاسد پوځي قوت به تر ډېره را کم کړي.
بل پلو د امریکا د سېنټ ځینو غړو بیا په دې اړه وېره څرګنده کړې ده چې امریکا به د شام په خونړۍ کورنۍ جګړه کې ښکېله شي.

له کلفورنیا ایالت څخه د رپبلکن ګوند یوه سنېټر ایډ راوس په دې اړه ویلي چې د شام ولسمشر بشارالاسد به هم د امریکايي برید په وړاندې څه وايي.

((ولسمشر پر شام د وخت او کچې له لحاظه د یو محدود برید ژمنه کړېده خو د شام ولسمشر بشارالاسد به هم په دې اړه څه نظر لري چې له هغه وروسته به څه کېږي. دا به په خاصه توګه روښتیا ځکه وي چې ولسمشر اوباما د مځکني حالت د بدلولو هدف نه لري. که چېري زموږ اعتبار په خطر کې دی نو دا به هم کتل وي چې بشارالاسد به څه غبرګون ښيي.))

تر دې وړاندې د روس ولسمشر ولادمیر پوټین له ایسوشي ټیټډ پریس سره په مرکه کې ویلي ، که چېري دا په روښتیا ثابته شي چې بشارالاسد کېمیاوي وسلې کارولې دي نو دی په مکمله توګه د دې امکان نه شي ردولای چې روس به بشارالاسد ته د سزا ورکولو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د قرارداد ملاتړ وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG