د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې به ژر تر ژره امن پر ځای کوو، نوازشریف

وزیراعظم نواز شریف کراچۍ ښار نه د خپلې دورې په دوهمه ورځ نن د چارشنبې په ورځ دغلته د ځایي سوداګرو ، سیاسي مشرانو او لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره خبرې کړې.


بیا په دې موقع وزیراعظم نواز شریف امنیتي چارواکو ته حکم کړي چې په کراچۍ کې ژر تر ژره امن پر ځای کړي او په دغه ښار کې دې ناامنه سمې چې د وران کارو د موجودګي له وجې څوک نه شي ورتلاي ختمې کړي.

نوزشریف د ښار د امنیتي صورتحال د جاج اخیستو په موخه د خپلې کابینې د لوړ پوړو چارواکو سره پرون کراچۍ ته رسیدلې وو.

د کراچۍ د پولیسو په وینا په روان کال کې تر اوسه په دې ښار کې د تاوتریخوالۍ په پېښو کې شاوخوا دوه زره کسان وژل شوي دي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG