د لاسرسي ځای

تازه خبر

هندي او پاکستاني ماشومان یو بل ته خطونه لیږي


په ایکسپریس ټریبیون کې مومنه سبطین لیکې، د پاکستان او هند د زده کونکیو تر منځ د تبادلې د څوارلسو میاشتو یو پروګرام پیل شوی.


په دغه پروګرام ایکسچینج فار چینج کې د سکول ماشومانو یو بل ته خطونه ولیږل، او تصویرونه یې شریک کړل. د دغه ذده کونکیو خطونه او تصویرونه د تیرې نهې په ورځ په لاهور کې نمایش ته کیښودل شول. د کراچۍ ، لاهور، پنډۍ ، نوې ډیلې، چاندي ګړ، او ممبۍ د ۱۷ سکولونو ۳،۵۰۰ زرده کونکیو په دې پروګرام کې حصه واخیسته. د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ م کال د ذده کونکیو لخوا د تبادلې دا پراجیکټ د پاکستان او هند د مختلفو ادارو لخوا جوړ کړل شوی وو.

په دې کې لومړۍ د خوږو ملګرو یا ډییر فرینډز په نوم د خطونو سلسله وه. او له دغې وروستو د تصویرونو او پوسټ کارډونو د لیږلو سلسله وه. د ذده کونکیو ترمنځ د تبادلې د دغه پروګرام یوه انتظام کونکې فریحه رشید وایې ، د خطونو او تصویرونو له لارې ماشومانو د یو بل سره د خپلو کورنیو او کلتور په اړه مالومات شریک کړل. له دې وروستو بیا د مرکو سلسله وه، چې پکې ماشومانو د خپلو نیا نیکونو او یا د نورو مشرانو نه تپوسونه وکړل چې د ۱۹۴۷ م کال وړاندې دوی څنګ په یو هیواد کې اوسیدل، او په دې اړه څه یادونه لري، کوم چې یو ډیر خوندور پروګرام وو.

د ایکسچینج فار چینج په دغه پروګرام کې د ماشومانو ځینې داسې نیا نیکونه هم پیدا شول، چې پخوا د بیلیدو مخکې په یو ګاونډ کې اوسیدل. فریحه رشید وایې دې سره دماشومانو د دواړو هیوادونو په اړه ډیر ښه فکر جوړیږي، او دوی د یو بل د تاریخ او کلتور نه خبریږي. په دې پروګرام کې د لسو نه تر څوارلسو کالو په عمرونو کې ماشومانو برخه واخیسته.

فریحه رشید وایې د دوی کوشش دا وو ، ماشومان زیاتره له یو بل سره په تاریخې ، کلتوري، او نور د خپلې خوښې په موضوعاتو خبرې وکړي.

د هند د فلمونو هنر مندي جوهې چاوله هم د دغه پراجیکټ په مرسته کونکیو کې شامله وه. د سکول دا ماشومان به په راروانو میاشتو کې د یو بل کره هم ځي. د دغه پروګرام مرسته کونکې یوې ادارې سټیزن ارکاو اف پاکستان مشره، صالحه عالم وایې، ماشومانو د یو بل سره د خوراکې شایانو او د شارخ خان باره کې هم خبرې کړی دي. هغه وایې، د دواړو ملکونو ترمنځ چې څه هم روان دي، باید ماشومان د هغې برخه جوړه نشې، او د یو بل د تاریخ او کلتور نه ځان خبر کړي.
XS
SM
MD
LG