د لاسرسي ځای

تازه خبر

هيواد ته پر ورپيښو ستونزو سياست نه کوم: نواز

دپاکستان وزیراعظم نواز شریف ويلي دي چې هيواد يې د ناامنۍ او د توانايي د بحران غوندي مشکلاتو سره مخامخ دی.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف ويلي دي چې هيواد يې د ناامنۍ او د توانايي د بحران غوندي مشکلاتو سره مخامخ دی او د ده حکومت به له ټولو ګوندونو سره په ګډه د دې حل لټوي.


نوموړي نن د سېشنبې په ورځ په کراچي کې د سياسي ګوندونو مشرانو ته د وينا پر مهال وويل چې دی به هيواد ته پر ورپيښو مشکلاتو سياست نه کوي بلکې له ټولو سره به يو ځای يوه کړنلاره پر مخ بيايي.

((که لوډ شېډنګ وي، که د پاکستان د پرمختګ معامله وي، يا که په پاکستان کې د ناامنۍ د پای ته رسولو يا د قانون د حاکميت معامله وي، پر دې به زه هيڅکله سياست ونکړم. زه به ټول له ځان سره يو ځای بيايم. او هر څوک چې په ملي ګټو کې څه کردار ادا کولای شي، زه به يقيناً هغوی ته د ملاتړ لاس ورغځوم او له دوی به هم هيله کوم چې موږ ته د همکارۍ لاس راکړي))

تر دې وړاندي نوموړي پرون په اسلام آباد کې یوې خبري غونډې ته ويلي و چې د کراچۍ د امنیت پرځای کولو لپاره به مرکز د سند له صوبايي حکومت سره هر ډول مرسته کوي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG