د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سلګونه زره کسان په پاکستان کې له خپلو کورونو بې ځایه شوي


په پاکستان کې د روان کال د مارچ نه راپه دیخوا یو لاک یو دیرش زره خلک له خپلو کورونو نه په کډه کولو مجبور شوې دي.

د بې کوره شوو خلکو د څار ادارې انټرنل ډسپلیسمنټ مانیټرنګ سل او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي ار په خپل یو تازه رپوټ کې وایې، په پاکستان کې د روان کال د مارچ نه راپه دیخوا یو لاک یو دیرش زره خلک له خپلو کورونو نه په کډه کولو مجبور شوې دي.


دا رپوټ وایې دا یوازې رجسټرډ شوې کډوال دي او دغه شمیره زیاته هم کیدای شي.

دا رپوټ دا هم وایي په ۲۰۱۲م کال کې د بې کوره شوو خلکو شمیره د څلورو لکو او پنځلسو زرو نه اوښتې ده. په دې کې ۱۱ لکه زیات خلک یوازي د قبایلې سیمو او د خیبر بښتونخوا نه بې کوره شوې دي.

په دې تیرو څو کالونو کې د فاټا د یو شمیر سیمو اوسیدونکې د پوځي عملیاتو له وجې په کیمپونو کې په ژوند کولو مجبوره شوې دي، چې په تازو پیښو کې د خیبر ایجنسۍ او کرمې بې کوره خلک هم شامل دي.

د پیښور سره نږدې په جلوزو کډوالو کیمپ کې د تیراه سیمې جنت ګل وایي څلور میاشتې یې کېږي، په دغه کیمپ کې سره له خپلې کورنۍ ژوند کوي او د سختو مشکلاتو سره مخامخ دي.

په دې وروستیو کې د کرمې ایجنسۍ له پاړه چمکنۍ او یو شمیر نورو سیمو نه یو شمیر خلک د پوځې عملیاتو له وجې بې کوره شول، دغه خلک وایي دوی ته دا نه دي ویل شوې، چې کله به خپلو سیمو ته ستنیږي.

د منځنۍ کرمې د عمر خیلو سیمې یو اوسیدونکی سید رسول د خپلې کډوالۍ په اړه وایي د بچو تعلیمونه او کار روزګار یې خراب شول، او د واپس تلو په اړه یې هم هېڅ پته نه لږي.

د کرمې یو بل اوسیدونکې ګل اکبر وایې، د تیرو دریو کالو راهیسې د کډوالۍ ژوند کوي، او په کیمپ کې د سختې ګرمۍ او یخ موسم له وجې یې درې ماشومان هم مړه شوې دي.

د انټرنل ډسپلیسمنټ مانیټرنګ سل او یو این ایچ سي ار دا رپوټ دا هم وایي د ۲۰۰۴م کال راهیسې د پوځي عملیاتو، بد امنۍ ، تشدد او د بشري حقونو د سرغړونو د پیښو له عمله د پاکستان د شمال غربې سیمو نه پنځوس لکه خلک په بې کورۍ مجبوره شوې دي.

دا رپوټ زیاتوي، په پاکستان کې د خیر ښیګړې ادارې د پاکستان د حکومت نه غوښتنه کوي، په داخلې توګه د بې کوره شوو خلکو سره د دوی د مرستو په لار کې انتظامې مسلې له منځه ویوسي او زیاتوي باید حکومت د دغه خلکو د مسلو د حل په لار کې د دوی مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG