د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ "تالا ترغه امن" د نواز شریف لوی ازمېښت دی


سرچینه: انډېپېنډنټ ورځپاڼه
ژباړه: هارون باچا


له برتانيا خپرېدونکې انډېپينډنټ ورځپاڼې په خپل يوه راپور کې د پاکستان په ستر صنعتي ښار کراچۍ کې د مخ په زياتېدونکي تاوتريخوالي موضوع راخيستې ده.


ورځپاڼه ليکي، داسې ښکاري چې په ياد ښار کې په نېږدې راتلونکي کې د جنايي او د سياسي ګوندونو د وسله والو ډلو د په نښه کولو په هدف امنيتي عمليات وشي.

د ورځپاڼې له ليکنې سره سم، دغو ډلو په ښار د کنټرول تر لاسه کولو له پاره له تېرې يوې مودې راهيسې د عامو خلکو د وينې تويولو لوبه پيل کړې ده.

ورځپاڼه کاږي، په دې وروستيو کې کراچۍ ته د پاکستان د پوځي ځواکونو د لېږلو غوښتنې مخې ته راغلې دي.

په راپور کې راغلي، په کراچۍ کې روانې د تشدد پېښې د دې هېواد د وزيراعظم نواز شريف له پاره يو لوی ازمېښت دی، چې ټاکل شوې نوموړی يې له نيږدې د جاج اخيستلو له پاره د سه شنبې پر ورځ دغه ښار ته سفر وکړي.

په راپور کې په سېند اسمبلۍ کې د مسلم ليګ (ن) ډلې د يوه غړي عرفان الله مروت په حواله ويل شوي چې د کراچۍ حالات د نواز شريف له پاره يو غټ چيلينج دی او دا چې نوموړی يې بايد په لوی زړه قبول کړي.

د ښاغلي مروت په خبره، نوار شريف بايد د کراچۍ د تاوتريخوالي پېښو د له مينځه وړلو له پاره يو کوټلی پلان رامخ ته کړي.

د ورځپاڼې په راپور کې وړاندې راغلي، د پاکستان کراچۍ ښار، چې بندر لري او شاوخوا ۲۵ ميلينه خلک په کې اوسيږي، د تاوتريخوالي پېښې يې تر ډېره له نسلي او سياسي مسالو سره تړلې دي، چې په هېواد کې شويو د تېرې مۍ مياشتې له عامو انتخاباتو وروسته ډېرې شوې دي.

په راپور کې په کراچۍ ښار کې د کارکوونکي يوه موټر ډرايور امجد علي خبرې راخيستل شوي چې وايي، د ښار امن تالا ترغه شوی او سياسي خلک يې ذمه وار دي. نوموړي زياته کړې، سياسي ډلې په خپلو ذاتي ګټو پسې ګرځي او دا چې حکومت د ښار د حالاتو ښه کولو په هدف مخلصانه عمل نه کوي.

ورځپاڼه وايي، په سېند صوبه کې د واکمن پيپلز ګوند په شمول، هلته فعالې دوه نورې مهمې سياسي ډلې، متحده قامي موومنټ او عوامي نيشنل ګوند د دغه ښار د تاوتريوخوالي په پېښو کې د لاس لرلو له پاره تورنې شوې دي. مجله زياتوي چې دا ټول ګوندونه دغه تورونه ردوي.

د ورځپاڼې په خبره، د کراچۍ د تشدد په پېښو کې ځينې يې فرقه ييزه بڼه لري او طالبانو هم په دې وروستيو کې په ياد ښار کې يو شمېر خلک وژلي دي.

خو ورځپاڼې په ياد ښار کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو د يوه مشر ميجر جنرل رضوان اختر هغه خبره راخيستې چې د دې هېواد سپريم کورټ ته يې ويلي، د سياسي ګوندونو جنګيالۍ ډلې دي چې په کراچۍ کې خلک وژني.
XS
SM
MD
LG