د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سراج العمارت ودانۍ رغاونې کار ولې نه بشپړېږي؟


جلال اباد - پینځه کاله اګاهو چې په جلال اباد کې د سراج العمارت په سوځل شوې ودانۍ د بيا رغاونې کار پيل شوی وو، ۸۰ سلنه چارې يې بشپړې شوې وې، چې اطلاعات او فرهنګ وزرات ته د میوزیم له پاره په واک کې ورکړل شوې وه، له هماغه وخت يې د جوړيدې چارې په ټپه ولاړې دي. په ننګرهار کې د فرهنګي او مدني ټولنو استازي له حکومت نه غواړي چې د میوزیم د رغاونې چارې بشپړې کړي.


څه د پاسه يوه پېړۍ د مخه د افغانستان واکمن امير حبيب الله خان د جلال اباد شاهي ماڼۍ ته څېرمه د سراج العمارت په نامه له شاهي زېب و زينت سره سمه يوه ودانۍ جوړه کړه خو په ۱۳۰۷ لمريز کال چې په ننګرهار کې د امير امان الله خان په خلاف له جوماتونو تحريک پيل شو، نو د شينوارو قوم دغې ودانې ته اور اچولی وو چې څه باندې ۸۰ کاله يې سوځيدلي ديوالونه ولاړ ول.

خو شا و خوا پينځه کاله اګاهو د ننګرهار والي يې د رغاونې چارې پيل کړې، د ودانې د جوړېدو به ۸۰ فيصده کار شوی وو چې په سرکاري توګه يې د يوه میوزیم په خاطر د اطلاعات او فرهنګ وزارت په واک کې ورکړه چې له هماغه وخته يې د رغاونې چارې يې تر ننه پورې په ټپه ولاړې دي.

خو د ننګرهار د مدني او فرهنګي ټولنو استازي وايي چې د ودانۍ او په کې د میوزیم د جوړيدو چارې دې ژر تر ژره پيل شي.

د مثبت بدلون په نوم ټولنې مشر عبدالبصير سباوون له حکومته غواړي چې د ودانې ۲۰ فيصده پاتې کار سر ته ورسوي.

((د سراج العمارت ودانۍ چې يوه پخوانۍ ودانۍ ده. دا د اطلاعات او فرهنګ وزارت ته په رسمي ډول ورکړل شوې وه چې يو میوزیم بايد په کې جوړ شي. خو دا پینځه کاله کېږي چې پاتې شل فيصده کار يې نه تکميلېږي.د مثبت بدلون ټولنې په استازيتوب زموږ غوښتنه دا ده چې دولت بايد دې ته پام واړوي او دا ورغوي.))

د ننګرهار د ولايتي شورا غړی ذبيح الله زمری وايي، د اطلاعات او فرهنګ وزارت د کار ذمه وارې اخيستې وه خو تر ننه يې تر سره نه کړه.

(( لازمه دا وه چې د ننګرهار والي د دغې ودانې کار سل په سلو کې تکميل کړی وو. د دې په خوا کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت دا ودانۍ تسليم کړې ده او وعده يې کړې وه چې باقي مانده کار به د دې ودانۍ اطلاعات او فرهنګ مخته وړي، خو په تاسف بايد ووايم چې اطلاعات او فرهنګ تر اوسه پورې پر نه کار پيل کړی او نه پر د کار کولو تصميم لري.))

ځوان شاعر رحمت الله زيارمل د ودانې د جوړېدو تر څنګ د میوزیم د فعالېدو غوښتنه هم کوي.

((زموږ يوه غوښتنه دا ده چې د دغه ودانۍ پاتې کارونه دې تر سره شي او دويمه دا چې دلته د میوزیم د لته د میوزیم د جوړولو تابيا شوې وه، د دغه میوزیم د جوړولو له پاره دې هم کلک هوډ وشي او دا دې جوړ شي. بله دا چې د ننګرهار ډير تاريخي او فرهنګي اثار په پلازمينه کابل او له هيواده بهر په ځينو هيوادونو کې دي، دا دې بيرته ننګرهار ته را انتقال شي.))

بلخوا د ننګرهار د اطلاعات او کلتور رياست مشر اورنګ صميم وايي چې د راتلونکی کال په بوديجه کې د ودانې او میوزیم د جوړيدو چارې پيل شي.

((د سراج العمارت پاتې شل فيصده کار د راتلونکې د ۱۳۹۳ مالي کال په بوديجه کې د وزرات لخوا ځای په ځای شوی. چې دا د ننګرهار د والي او اطلاعات او فرهنګ رياست پيشنهاد و چې وزير صيب پر احکام ورکړي او موږ مطمين يو چې په ۱۳۹۳ لمريز کال کې به جوړېږي.))

دا چې په دې میوزیم کې به څه ډول آثار ساتل کېږي. اورنګ صميم وايي:

((د کابل میوزیم کې موږ د هډې په نوم يو میوزیم لرو چې تقريباً ۱۳۰۰ بېلابېل تاريخي آثار چې هغه د بوديزم، زردشتي او هخامنشي دورونو پورې تعلق لري هغه په مرکز کې شته، خو په وروستيو کې چې کوم اثار د غلا په طور يوړل شول، هغه د نړۍ په میوزیمونو کې پيدا شوي، چې د هغې ګټه هم افغانستان ته رسېږي، خو که چېرې موږ دلته میوزیم جوړ کړو نو هغه اثار چې په بهرنيو میوزیمونو کې دي او يا په کابل میوزیم کې دي، هغه به موږ ټول دغلته را انتقالوو.))

اورنګ صميم زياتوي، دوی به له وزرات سره په ګډه يو پلان جوړوي چې په ننګرهار کې د هډې میوزیم شا وخوا کې قانوني کيندنې تر سره کړي او تر ځمکې لاندې ښخ قيمتي بوتان او مجمسې ومومي او په ننګرهار میوزیم کې يې خوندي کړي.
XS
SM
MD
LG