د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ابن لادن د وژلو په اړه نوي معلومات خپاره شول


واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د امریکا د استخباراتو د یو پټ دستاویز په حقله لیکي چې وايي، د اسامه بن لادن د وژلو لپاره د امریکا لخوا په کاروايي کې د خلايي سیټلایټونو استعمال شوې و چې مقصد یې په پاکستان کې د سیټلایټ له لارې مالومات راټول وو.


د دغه دستاویز تر مخه د امریکا د ملي امنیت قامي ادارې این ایس ای د القاعده د غړیو تر مینځ د موبایل ټيلي فونونو کالونو او رابطو په حقله هم معلومات تر لاسه کړي وو چې په طریقه کې یې یو خاص نظم معلوم کړې و.

د امریکا په استخباراتي ادارې سي آي اې کې کارپوهانو په دغه ټيلي فونونو کې د یو جغرافیايي واقعیت په ایبټ آباد کې د یوې ودانۍ سره و تړلو چې د نورو ثبوتونو سره داسې اشارې ورکړل چې اساما بن لادن هم دغلته پټ دی.

ورځپاڼه ليکي د اسامه بن لادن د موندلو په لړ کې د کاروايي په حقله دغه معلومات په هغو پټو دستاویزو کې موجود دي چې د این ایس ای او سي آي اې په ګډون د امریکا د استخباراتي ادارو لپاره د ۲۰۱۳م مالي کال د بجټ په حقله دې.

هغه دستاویزونه چې د امریکا د استخباراتي ادارې پخواني کارکونکي ایډورډ سنوډن واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ورکړي دي ، د بن لادن پر ضد د کاروايي په حقله پکې یواځې مختصرذکر شوې دې.

د یادو دستاویزاتو په خبره د بن لادن پر ضد د کاروايي نه اته ګنټې وروسته په افغانستان کې د امریکا په یوه استخباراتي لیبارټري کې د القاعده د پخواني مشر

د مړي د ډي این اې د نمونې ټیسټ هم وشو چې ورسره د هغه د شناخت تصدیق وشو.

په دستاویز کې دا هم ویل شوي دي چې د سیټلایټونو له لارې د ایبټ آباد د ودانۍ تقریباً ۳۸۷ انفرا رېډ تصویرونه هم اخیستل شوي وو چې د بن لادن خلاف د مشن په فېصله کولو کې یې هم رول لوبولې و.

د دستاویز په خبره د بن لادن پر ضد د امریکا د (ماي) امنیت د ادارې سره کارکونکي یوې بلې ډلې ټيلرډ ایکسیس آپریشز د جاسوسۍ داسې آلې نصب کړې وې چې ورسره این ایس ته د القاعده د غړیو لخوا د موبایل ټيلي فونونو معلومات تر لاسه شو.

ورځپاڼه لیکي دغه ټول معلومات ښيې چې امریکا د څار په خپل پروګرام کې د بن لادن د معلومولو لپاره څرنګه د هر قسمه آلو استعمال وکړ.

لادن د یوی لسیزی نه د زیاتې مودې نه کوشش کولو چې خپله څه نشاني پری نږدي.
په دستاویز کې د پاکستان په سېمه کې د یو اعلی درجې پټ ډرون د استعمال ویل شوي دي او دا هم چې سي آي اې د یو پاکستاني ډاکټر په ذریعه کوشش کولو چې د ایبټ آباد په یاده ودانۍ کې د اوسیدونکیو د وینې نمونې په راټولولو کې د دوي مرسته وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG