د لاسرسي ځای

تازه خبر

هیومن رایټس واچ: پاکستان د خلکو د تښتونو مخه ونیسي


هیومن رایټس واچ او د ججانو نړیوال کمیشن وايي، په زوره د تښتونې نه د ټولو انسانانو د ژغورنې د نړیوال قرارداد سره سم د پاکستان حکومت باید د دغو تښتونو د ختمولو په حقله خپله ژمنتیا و ښيي.


ملګري ملتونه د روان کال په دیرشم اګست په زوره د تښتول شویو ښکار شویو کسانو درېمه سالانه نړیواله ورځ لمانځي.

د هیومن رایټس واچ په خبره د ۲۰۰۱ راهیسې د امریکا په مشرۍ په ترهه ګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان د برخه اخیستلو وروسته دغلته په سلګونو او زرګونو کسان تښتول شوي دي.

په ترهګرې ضد عملیاتو کې د کسانو د بندي کولو په ګډون خبریالان، د بشري حقونو فعالان، او په تېره په بلوچستان صوبه کې د بیلتون پالو او یا د قام پرسته ډلو تورن غړي لا درکه شوي دي.

اداره وايي، د پاکستان د امنیتي ایجنسیانو د وار په وار انکار باوجود د هیواد سپریم کورټ د دې پيژندنه کړې او د بشري حقونو لپاره کارکونکو ډلو دستاویزي ثبوتونه ښودلې دي چې د کسانو په لا درکه کولو کې د استخباراتي او امنیتي ادارو لاس دې.

د تیرې جولاې په میاشت کې د پاکستان اټارني جنرل دا و منله چې د پنځه سوه نه زیات لادرکه شوي کسان د امنیتي ادارې په ولقه کې دي.
د نړیوال قانون لاندې یو ریاست هغه وخت د کسانو په زوره تښتولو کې شامل شي کله چې ایجنټان یې یو کس په حراست کې واخلي او د هغه کس په اړه معلومات نه ورکوي.

د نیول شوي کس کورنۍ او یا قانوني وکیلانو ته د هغه په اړه نه ورکړل کیږي چې چیرته دی او په کوم حالت کې دی.

تښتول شوي کسان اکثره د وهلو ټکولو د ګواښ سره مخامخ وي او دا ګواښ هغه وخت زیات وي کله چې دوی د جېلونو او پولیس سټېشنونو نه بهر ساتل کېږي.

بلخوا فارن پالیسي مجله لیکي د افغان حکومت او د افغان طالبانو تر مینځ د سولې په خبرو اترو کې د ځنډ د ختمولو په لارو چارو د خبرو لپاره افغان ولسمشر حامد کرزي په اسلام آباد کې خپله دوره د یوې ورځې لپاره تر غځولو وروسته واپس خپل هېواد ته لاړو.

د مجلې په خبره نوموړی د مرستې په اړه د لږو پخو وعدو سره له اسلام آباده لاړ.

که څه هم د پاکستان وزیراعظم نواز شریف وویل، چې طالبان به دې ته په آماده کولو کې مرسته وکړي چې خپل سیاسي دفتر له قطر نه یا خو سعودي عرب او یا ترکي ته منتقل کړي خو د طالب بندیانو د خوشې کېدلو او په پاکستان کې د وسله والو د پټن ځایونه په حقله مخصوص بیانونه مخې ته را نغلل.

مجلې په خبره دغه دواړه نکتې د کرزي د سفر د ایجنډا مهمې خبرې وې و بیا دواړو هېوادونو د مواصلاتو او دوه اړخیزو تعلقاتو د ښه کولو او تجارت ته د ودو ورکولو لپاره دوه تړونونه لاسلیک کړل.

د دې نه علاوه نواز شریف د کرزی لخوا د کابل د دورې بلنه هم قبوله کړه چې د دواړو هېوادونو تر مینځ په خرابو تعلقاتو کې ښه والې ښيي.
XS
SM
MD
LG