د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ:پولیسو دعوامي نیشنل ګوند چارواکي نیولي دي


د کراچۍ پولیسو د چهارشنبې په شپه د ښار له بېلا بېلو برخو یو شمیر مشکوک کسان نیولي دي.

د کراچۍ پولیسو د چهارشنبې په شپه د ښار له بېلا بېلو برخو یو شمیر مشکوک کسان نیولي دي.



د ایم کیو ایم او عوامي نیشنل ګوند چارواکي وایي نیول شوي زیاتره کسان د دوی د ګوندونو سېمه ایز مشران او غړي دي.

امنیتي ځواکونو لخوا دا ګرفتاریانې په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې یوې خوا په کراچۍ ښار کې د تشدد پېښې زیاتې شوي او بلې خوا ته په سپریم کورټ کې د کراچۍ بدامني کیس په ضد اوریدنه روانه ده.

د کراچۍ ښار ایس ایس پي طارق داریجو رسنیو ته ویلي دي پولیسو د شپې ناوخته ځینې مشکوک کسان د وسلې سره نیولي دي.

بلې خوا ایم کیو ایم او عوامي نیشنل ګوند ویلي دي سند حکومت د دوی د غړو او مشرانو په ضد عملیات شورو کړي دي.

د عوامي نیشنل ګوند چارواکي وایي، پولیسو بیګا د دوی د ګوند د ملیرضلعې مشر سعید افغان په ګډون له سلو څخه زیات غړي نیولي دي.

د یاد ګوند د سند صوبې ویاند مالک اچکزې په دې اړه وایي:

((د ملیر ضلعې د صدر سعید افغان په کورچاپه لګیدلې ده ، د پي ایس جنرل سیکرټري انور زیب او سیکرټري قاري سجاد دوی یې له ملیر نه نیولي دي، مادل کالونۍ، پټان کالونۍ، ناتاخان او نورو علاقو کې یې زموږ د وارډونو صدران او سیکرټریان له کورونو نه اوچت کړي دي. زه په دعوې سره وایم چې نیول شوو کسانو کې په یو تن هم نه کومه مقدمه درج وه او نه دوی په کوم جرم کې ککړ دي ))

مالک اچکزي زیاته کړه د دوی په دفترونو د وسله والو طالبانو د حملو روسته دوی په ټول ښار کې دفترونه تړلي دي او خپلې سرګرمیانې یې محدودې کړي دي خو پولیسو د دوی د ګوند د غړو په کورونو چاپې وهلي او دوی یې نیولي دي.

نوموړي تور پورې کړه چې حکومت د دې سیاسي ګوندونو په ضد غبرګون ښکاره کړي او دوی سپریم کورټ ته ددې پلمه جوړه کړي چې سیاسي ګوندونه د امن په راوستو کې خنډ دي.

د امنیتي ځواکونو لخوا دا عملیات په داسې وخت کې مخې ته راغلي دي چې یوې خوا ته د پاکستان ړومبي وزیر نوازشریف د کراچۍ په حالاتو په راتلونکې هفته کې د لوړپوړو امنیتي ،سیاسي او استخباراتي مشرانو غونډه رابللې او بلې خوا په سپریم کورټ د کراچۍ د بدامنۍ کیس اوریدنه روانه ده.

د چهارشنبې په ورځ د رینجر ځواک مشر جنرل رضوان محکمې ته ویلي و چې د سیاسي ګوندونو وسله والو ډلو د کراچۍ امن خراب کړی دی.

خو د سیاسي چارو کارپوهان بیا د کراچۍ په بدامنۍ کې د سیاسي ګوندونو ترڅنګ یو شمیر نور لاملونه هم ګڼي.

په کراچۍ کې د وفاقي ادرو یونیورسټۍ د ژورنالیزم د څانګې مشر ډاکټر توصیف احمد خان په دې اړه مشال راډیو ته وایي:

((د ښار په بدامنۍ کې د سیاسي ګوندونو د وسله والو ډلو ترڅنګ د طالبانو، استخباراتي ادارو ،عسکري اسټبلمشنټ او د ځینو اسلامي ملکونو لاس دی. که وګورو وزیراعظم چې د کراچۍ د حالاتو په اړه کوم اجلاس راغوښتې دی په هغې کې یې د سیاسي تنظیمونو ترڅنګ عسکري او استخباراتي ادارو مشران هم بللي دي. که دوی ټول په یوه خبره سلا شول نو کراچۍ کې امن ممکن دی ))

د ډاکټر توصیف په خبره د نواز شریف حکومت د کراچۍ امن د خپل حکومت د پیاوړتیا لپاره لازم ګڼي او که چېرې په کراچۍ کې امن رانشي نه یوازې دا د پاکستان اقتصاد د ستونزو سره مخامج کوي بلکې ددې زور اثرات د مرکزي حکومت هم راتلی شي.

یاده دې وي په کراچۍ ښار کې د تېرې اوږدې مودې راهیسې د تشدد پېښې دوام لري چې زیاتره یې سیاسي، فرقه ایزې ژبنۍ او نورې بڼې لري.
XS
SM
MD
LG