د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما: شام کیمیاوي وسلې کارولې دي


ولسمشر بارک اوباما د تیرې چارشنبې په ورځ يو امريکایي ټيلي ویژن سره په خبرو کې وويل، چې امريکا دې نتیجې ته رسيدلې ده چې تيره اوونۍ د شام حکومت په پراخه کچه د عامو وګړو پر ضد کېمياوي حملي کړي دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د تیرې چارشنبې په ورځ يو امريکایي ټيلي ویژن سره په خبرو کې وويل، چې امريکا دې نتیجی ته رسيدلې ده چې تيره اوونۍ د شام حکومت په پراخه کچه د عامو وګړو پر ضد کېمياوي حملي کړي دي.


اوباما زیاته کړه چې د د مشق په خواؤ شاه کې د ۲۱م اګست د دغه حملې له وجې شام ته د سزا ورکولو په موخه هغه تر دا مهال په شام کی د پوځي مداخلت فیصله نه ده کړي، د بشري حقونو کارکونکې وایي،چې دغو حملو کې په سلګونو خلک وژل شوي وو.

اوباما وويل چې په دې لړ کې د امریکا لخوا هره کاروایي به د شام ولسمشر بشارلاسد لپاره یو پيا وړي خبرداري وي.

تيره ورځ د ملګرو ملتونو په سيکورتي کونسل کې د شام پر ضد د پوځي کاروایي لپاره د بريتانيی لخوا پیش کړل شوی قراداد د دغه کونسل د پينځو مستقلو غړيو تر مينځه د اختلاف له وجې منظور نه شو ، او څنګه چې تمه کيده چې روس به د دې قراداد مخالفت کوي هم هغسې وشو.

بلخوا د روس او ايران ولسمشرانو يو واري بيا ددې قضيې د حل لپاره په ډېپلوميتکې هلو ځلو زیاتولو ټينګار وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG