د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پښتونخوا حکومته مطمین نه یم. منور حسن


 د جماعت اسلامي مرکزي امير سید منور حسین
د جماعت اسلامي مرکزي امير سید منور حسین

قریش خټک وايي، تحریک انصاف اوس هم د اپوزیشن غوندې چلند کوي او په کار ده چې پښتونخوا کې دوی د واکمن ګوند غوندې خپل رول ولري او خپلې ژمنې پوره کړي.

په پېښور کې د یوې خبري غونډې پې مهال د جماعت اسلامي مرکزي امير سید منور حسین ویلي دي، چې خیبر پښتونخوا کې د دوی اېتلافي حکومت درې مياشتې پوره کېدونکې دي خو هغه د صوبايي حکومت له ځينو دعوو او کارونو مطمين نه ښکاري. د ده په خبره په کار ده چې وزیر اعلی پرویز خټک او واکمن ګوند تحریک انصاف له ولس سره د بدلون په باب خپلې ژمنې پوره کړي.


په پښتونخوا کې جماعت اسلامي د اېتلافي حکومت یو مهم اتحادي ده او د امير جماعت اسلامي له اړخه دغه بیانونو ته سیاسي کارپوهان ډیر اهميت ورکوي، او وايي چې داسې بیانونه یا خو د تحریک انصاف په حکومت نا اعتباري څرګندوي یا پر دغه ګوند د سیاسي ګټو ترلاسه کولو له پاره فشار اچوي.

د تحریک انصاف مشران اوس هم د اپوزیشن ګوند په شان بیانونه او کارونه کوي او په کار ده چې پښتونخوا کې دوی د واکمن ګوند پشان خپل کردار اداکړی او له قام سره کړې ژمنې پوره کړي.
سیاسي کارپوه قریش خټک
د جماعت اسلامي صوبايي امير پروفیسر ابراهیم وايي چې دغه نیوکې د حکومت لارښودنې له پاره دي، او د اېتلافي ګوندونو په مينځ کې څه قسم اختلاف نشته خو زیاتوي چې د بدلون په حقله د تحریک انصاف له دعوو ځینې خلق مطمين نه ښکاري .

پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت دعوا کړې وه چې درې مياشتو کې به دننه په صوبه کې بدلون راولي او دوی د صوبې وزیراعلی پرویز خټک دیرشم آګست نېټه ورکړې وه خو بیا د وزیراعلا ویاند شیراز پراچه مشال ریډیو ته وویل چې صوبايي حکومت ادارو کې ښه بدلون او د اصلاحاتو عمل له وړاندې پیل شوی دی او خلق به ډیر زر دغه بدلون وویني.


د سیاسي چارو کارپوه قریش خټک وايي چې د تحریک انصاف مشران اوس هم د اپوزیشن ګوند په شان بیانونه او کارونه کوي او په کار ده چې پښتونخوا کې دوی د واکمن ګوند پشان خپل کردار اداکړی او له قام سره کړې ژمنې پوره کړي.

د یادونې ده چې پښتونخوا کې د یولسم مئی ټاکنو نه پس څلور ګوندونو مينځ کې اېتلافي حکومت جوړکړل شو چې په کې جماعت اسلامي او قامي وطن پارټۍ ته درې درې وزارتونه او عوامي جمهوری اتحار ته یو وزارتونه رسېدلي دي.

په اېتلافي حکومت کې بیا قامي وطن پارټۍ او جماعت اسلامي پر واکمن تحریک انصاف ګوند وخت په وخت دغه ډول نیوکې کوي.
XS
SM
MD
LG