د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملالې د ۲۰۱۳کال د ماشومانو امن نړیواله جایزه یووړه


ملاله یوسفزۍ ملګرو ملتونوته وینا کوي
ملاله یوسفزۍ ملګرو ملتونوته وینا کوي

شپاړس کلنې ملالې پنځه کاله وړاندې په سوات کې د طالبانو د توندروه فکر د نافذولو پر وړاندې په خپلو بلاګونو کې تنقید پیل کړی وو.

د نجونو د تعلیمي حقونو مبارزې ملالې یوسفزۍ د ۲۰۱۳ م کال د ماشومانو امن نړیواله جایزه وګتله.

د هالېنډ د ماشومانو حقونو سازمان چې د یو لک یورو جایزه یې ټاکلې، د نهې په ورځ ویلي، د سیپټېمبر پر شپږمه به په هېګ کې په یوه دستوره کې ملالې ته دا جایزه ورکول کېږي.


شپاړس کلنې ملالې پنځه کاله وړاندې د خیبر پښتونخوا په سوات کې د طالبانو د توندروه فکر د نافذولو پر وړاندې په خپلو بلاګونو کې تنقید پیل کړی وو.

هغه پروسږ کال د اکتوبر میاشت کې وسله والو طالبانو په یوه برید کې سخته ژوبله کړې وه چې بیا وروسته د برتانییا برمنګم ښار په یوه روغتون کې د کوپړۍ عملیاتو وروسته اوس په هغه هېواد کې اوسیږي.

ملالې یوسفزۍ ته به د ماشومانو د سولې نړیواله جایزه د یمن د توکل کارمان لخوا چې په ۲۰۱۱ م کال کي یې د سولې نوبل امن جایزه ګتلې وه، ورکول کېږي.
XS
SM
MD
LG