د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتيا کې وسلوالو 6 ولسي افغانان ووژل


شپږ واړه بې ګناه ولسي وګړي ول پخوا يې له ځينو دولتي ادارو سره د دوو لاسو مزدوري کوله، خو اوس یې کار رسمي دنده نه لرله.


بېګاه شپه د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا شپږ تنه مزدورکاران وژل شوي، چې جسدونه يې د سرې مياشتې ولايتي ادارې له لوري زرمت روغتون او له هغه ځايه مرکز ګردېز ته راوړل شوي دي.


په وژل شويو کې يې څلور تنه د لوګر، يو د مرکز کابل او بل هم د پکتيا مرکز ګردېزڅپړۍ سيمې سره تړاو لري،د دغو وژل شويو کسانو په اړه د پکتيا د سرې مياشتې رييس ډاکتر بهادرخان منګل وايي، دوی د دغو وژل شويو کسانو جسدونه د هغوی خپلوانو ته سپارلي .
بهادر خان او د هغوی د کورنيو غړي د دې وژل شويو کسانو د رسمي کارونو په اړه رسنيو ته له مالوماتو ورکولو ډډه کوي خو وايي چې دوی ۱۱ ورځې پخوا د پکتيکا او پکتيا ولايت ترمنځ غځېدلې لويې لارې پر سر د پکتيکا ولايت مټاخان ولسوالۍ ساحه کې د سورلۍ له موټر کوز کړل شوي ول چې تر دې مهاله له وسلوالو طالبانو سره برمته وو او بېګاه شپه يې وژلي دي.

د شپږ تنو وژل شويو خپلوان وايي، وسله والو طالبانو له تېرو لسو ورځو راهيسې ورسره خبرې کولې او ورته ويل يې چې له دوی سره برمته شوي کسان به يې ورخوشې کړي، خو د دوی په خبره بېګاه شپه د وسلوالو له خوا ورته ټليفوني احوال ورکړل شوی چې کسان يې ورته وژلي او جسدونه يې زرمت ولسوالۍ کوتي خېلو ګوډلو سيمه کې پراته دي.

دوی دا شپږ واړه بې ګناه ولسي وګړي يادوي وايي پخوا يې له ځينو دولتي ادارو سره د عادي مزدورانو په توګه کار کاوو، خو دا وخت يې په کومه اداره يا کوم ځای کې رسمي دندې نه لرلې.

دوی وايي، په دې کې يې يوازې يو هغه کس و، چې څو مياشتې وړاندې يې د ملي اردو دنده پرې اېښې وه او نور يې په بېلابېلو برخو کې عادي مزدوران وو.

((نوم مې مېرويس دی، يو مې ورور، دوه مې د تره زامن طالبانو راووژل، يوازې زما ورور څلور مياشتې وړاندې د ملي اردو دنده پرې اېښې وه، نور ټول عادي مزدوران وو))

د دې پېښې په اړه تر اوسه پورې د وسلوالو طالبانو وياندويانو رسنيو ته څه نه دي ويلي، د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې يو شمېر ولسي وګړي، په داسې حال کې د وسله والو له لوري وژل کېږي، چې په دې وروستيو کې د دې ولايت امنيتي وضعيت ترينګلی شوی دی او په تېرو دوو مياشتو کې ولسي وګړو ته د پوځي هغو په پرتله زياته مرګ ژوبله اوښتې.
د ملکي وګړو دا ډول مرګ ژوبلو ولس اندېښمن کړی، که څه هم امنيتي چارواکي د ځينو شر خوښو د نيول کېدو خبرونه ورکوي، خو بيا هم د ولس اندېښنې بې ځايه نه دي.

راپور – داود تپان – پکتيا
XS
SM
MD
LG