د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرزي سفر یوه ورځ نور غځېدل، هېلې تمې او ژمنې


وال سټريټ ژورنال لیکي، د حامد کرزي يوې باوري سرچيني ويلي، پاکستان د کابل او وسله والو باغيانو ترمينځ د خبرو اترو د انتظام ژمنه کړې ده.

وال سټريټ ژورنال وايي، د افغان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د دوشنبې يو ورځنی سفر يوه ورځ نور غځول له طالبانو سره د سولې د تړون په لټون د يوې ممکنه لارې د پرا نستلو اشاره ورکوي.


کله چې د دوشنبې په ورځ يو ورځنی سفر پای ته ورسيدی نو ناوخته بيا پاکستاني او افغان چارواکو وويل، چې د وزيراعظم نواز شريف په خواست حامد کرزی يوه بله شپه هم په اسلام آباد کې ايسارېږي.

وال سټريټ ژورنال لیکي، د حامد کرزي يوې باوري سرچيني ويلي، پاکستان د کابل او وسله والو باغيانو ترمينځ د خبرو اترو د انتظام ژمنه کړې ده.

يوه لوړ پوړي افغان چارواکي وال سټريټ ژورنال ته ويلي، افغان پلاوی به له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د پاکستان د ملاتړ د ترلاسه کولو په لړ کې خبرې اترې جاري ساتي.

د ده په خبره غونډي په ښه توګه وشوې، د سولې بهیر په ګډون نورې ډيرې مسئلې په کې بحث شوې او پردې هم خبرې وشوې چې پاکستان څنګه په دې کې مرسته کولی شي؟

د ورځپاڼي په خبره د پاکستان له لوري ورکړل شوی غبرګون يو څه ګونګ وو. له اسلام آباده جاري شوی سرکاري بيان وايې، پاکستان به په افغانستان کې د سولې او بيا پخلايني په برخه کې د هرډول سهولت د برابرولو لپاره هلې ځلې جاري ساتي.

خو د ورځپاڼي په خبره په پاکستان کې سفارتکاران خبرداری ورکوي چې کيدلی شي د افغانانو هېلي ډيرې زياتې وي. د دوی په خبره طالبان له امريکا سره خبرو ته تيار وو خو د مشرانو يې له کرزي سره پر خبرو اصولي اعتراض دا وو چې د دوی په فکر نوموړی د امريکا لاس پوڅی دی.

بلخوا ټائمز ورځپاڼي وايې، لویديځ چارواکي باور لري چې د کرپشن او بد انتظامۍ له وجې د افغانستان سرکاري شخصي امنيتي ځواک ماتيدل اوس د يو څو هفتو خبره ده.

ورځپاڼه وايي، په داسي حال کې نړيوال جنګي ځواکونه نور ځانونه راغونډوي دا ډيره د پريشانی خبره ده، داسي ويره ده چې د افغان ولسمشر حامد کرزي لخوا جوړ شوی محافظته عامه ځواک کيدلی شي نور يوازې د يو څو اوونيو لپاره د پاته کيدو صلاحيت ولري.

دغه نوولس زره سره کسان دا وخت د نيټو ځواکونو د سامان وړونکو لاريو د قافلو حفاظت کوي چې د نړيوالو ځواکونو تر وتو له مخه له افغانستان ايستل کېږي.

خو د دغو مخافظانو د شکايت درج کوونکو کتاب ته لاس رسی لرونکي غربي چارواکي وايي، کرپشن او بد انتظامي د پيسو د کمي سوب شوي دي. دغه محافظان شکايت کوي چې دوی ته تنخواوې نه دي ورکول شوې او ورسره د اړتيا وړ مناسبه وسله او نور ساز و سامان هم نشته.
XS
SM
MD
LG