د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست د هوايي ډګر پروژې نه د فوټبال توپ جوړ شوی


خوست والي وايي، چې د خوست هوايي ډګر او خوست-ګردیز سړک د پروژو په ځنډیدو کې د یو شمېر وزارتونو چارواکي لاس لري او له همدې کبله یادې پروژې له یوې ورځې نه ، بلې ورځې ته ځنډیږي.


نوموړي په ځانګړي ډول د ترانسپورټ او فواید عامې وزارتونه یاد کړل، چې د یو شمیر ټولګټو پروژو په تطبیق کې خوست ته پوره پاملرنه نه کوي.

د خوست ولایت مسوولین وايي، چې د مرکزي حکومت یو شمېر چارواکي د نامالومو علتونو له کبله په یاد ولایت کې د ځینو مهمو ټولګټو پروژو له پاره منظوره شوې بودجه نه انتقالوي او یا په بیلابیلو پلمو د ټولګټو پروژو پلي کیدنه له یوې ورځې نه بلې ورځې ته ځنډوي.

خوست والي عبدالجبار نعیمي،چې د بیلابیلو رسنیو له خبریالانو سره په یوه خبري ناسته کې خبرې کولې، وویل که چیرې یوه وړه پروژه عملي کېږي، نو ټول خلک يې د کوایفو پوښتنه کوي، خو که د یوې لویې ملي پروژې په تطبیق کې په پرله پسې توګه ځنډ پېښیږي او یوې او بلې ورځې ته غورځول کېږي، نو وکیلان، ولایتي شورا، رسنۍ او نور ټولنیز جوړښتونه ورته ګوري او خپل غږ نه پورته کوي، نوموړي په ځانګړي ډول د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکي یاد کړل، چې په خوست کې د هوايي ډګر له پاره يې نه د تېر کال بودجه لیږدولې او نه هم سږنۍ بودجه:

((دا نن ورځ د هوايي ډګر په اړه ولې خاموشه یاست، که تاسو دلته ووینئ، چې یو وړوکۍ تعمیر جوړیږي، نو څلور، پنځه ځله يې پوښتنه کېږي، چې والله دا څنګه جوړیږي، چا په قرارداد ورکړی، هلته بسته د خوست هوايي میدان دا یو نیم کال کېږي، چې درې میلیونه ډالر یو ځل پاتې شول، ولې پاتې شول، پنځلس میلیونه ډالر قرارداد دوی وايي، چې اوس شوی، خو ما ته تر اوسه رسمي هیڅ شی نه دي راغلي، باید دا موضوع راپورته شي، چې دا ولې؟

ایا که دا د خوست هوايي میدان ضروري نه دی، بیا ولې په نقشه او پلان کې يې ورکوي او که ضروري دی، نو بیا ولې دا یو نیم کال يې بودجه نه انتقالیږي، که بودجه وي زه په دوو کالونو کې هوايي ډګر پروازونو ته اماده کولای شم،اما چې اوس مخامخ ورته ګورو، هوايي میدان ته وکیل صایبان ګوري، ولایتي شورا ورته ګوري، مطبوعات ورته ګوري، اداره ورته ګوري، هوايي میدان نه پیدا کېږي او د فوټبال د توپ په شان یو او بل خوا ته وهل کېږي.))

خوست والي په ضمني توګه دې ته اشاره وکړه، چې ممکن د خوست هوايي ډګر پروژې د قرارداد موضوع له ځینو شرکتونو سره په معامله کې ده، خو ده وویل که چیرې په قرارداد کې د شرکت تخصصي ځانګړتیا په پام کې و نه نیول شي، نو د هغې د وروستیو پایلو مسوولیت به هغه چاته متوجه وي، چې نوموړی قرارداد ورکوي او یا کم ظرفیته شرکتونه خوښوي:

((وزیر صیب ترانسپورټ دې موږ ته د دې مالومات راکړي، چې د هوايي ډګر سر نوشت چیرته دی، که کار يې خلاص دی راودې لیږي، چې کار یې شروع کړي، که کار يې خلاص نه دی، ولې مشکل څه شی دی، تر اوسه چې بودجه منظوره شوې ده دا پنځه میاشتې ولې نه ده انتقال شوې.))

بله ستونزه چې په دې کې ده هر څوک چې هوايي میدان جوړوي، موږ په دې اعتراض نه لرو، چې پلانی یا پلانی دې جوړ کړي، ولې هغه باید متخصص، داسې چې هغه د دې تضمین ورکوي، چې سبا ورځ د دې پروژې کې څه مشکل نه پیدا کېږي، نن دا اعلان کوم که دا قرارداد سبا ته هر چا ته ورکړل شوی وي، په ښه کیفیت يې جوړ نه کړي او په ښه کیفیت د دې میدان تعمیرونه او تاسیسات جوړ نه وي، مسوولیت به يې د هغه چا پر غاړه وي چې دا قراردادونه ورکوي او د هغه چا په غاړه به وي چې دا ډول خلک خوښوي.

عبدالجبار نعیمي د خوست-ګردیز سړک د جوړولو اهمیت ته په کتو وویل، چې باید یاده موضوع د مرکزي حکومت له چارواکو او د امریکا د حکومت له سفارت او نورو ادارو سره شریکه شي، تر څو بالاخره د یاد سړک په مسیر کې د پاتې ۲۵ کیلومتره سړک د جوړولو کار هم پیل شي:

((د خوست-ګردیز د سړک په اوږدو کې د یارلس کیلومتره سړک د جوړیدو کار خلاص دی، قیر پرې اوي، یا ممکن د ترکولو اچول به يې پرې شروع کړي وي، پنځه ویشت کیلومتره سړک پاتې دی، حتا زه يې امید هم نه لرم، چې سږکال به کار پرې شروع شي، هغه موضوع باید له مرکزي حکومت او خارجیانو او امریکایانو سره په جدیت شریکه شي، فکر کوم اوس هغه د امنیت مشکل نه دی، د ادارې مشکل نه دی ، اداره که په پکتیا کې ده په هغه کې هم مشکل نه شته ، که موږ یو سل فیصده اماده ګي ورته لرو، هغه مطلقاً یو نامالوم مشکل دی، چې زما پرې سر نه خلاصیږي، مطلب دا چې د ۲۵کیلومتره سړک کار پاتې دی.))

یاده دې وي، هوايي ډګر او د خوست-ګردیز سړک هغه دوه مهمې پروژې دي، چې د نوي نظام په تېرو یوولسو کالونو کې یې خلکو او ځايي ادارې په پر له پسې توګه غوښتنه کړې، خو د بیلابیلو لاملونو پر اساس تر دې مهاله د دوی دا غوښتنه نه ده ترسره شوې.
XS
SM
MD
LG