د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې ډاکترانو ته تنخاګانې نه دي ورکړل شوې


خوست - په خوست کې د یو شمیر سیمو او ولسوالیو د روغتیايي کلینکونو ډاکټران وايي، چې له تېرو اتو میاشتو راهیسې، نه دوی ته معاشونه رسیدلي او نه هم کلینکونو ته دوا، درمل ورکړل شوي دي.


دوی ګواښ کوي، که چیرې د دوی ستونزې په پام کې و نه نیول شي، نو د اعتراض په بڼه به د اړوندو کلینکونو دروازې وتړي.

په خوست کې د یو شمېر روغتیايي کلینکونو مسوولین او ډاکټران وايي، چې د روان زېږدیز کال په تېرو اتو میاشتو کې د دوی اړوندو روغتیايي کلینکونو ته، نه دوا درمل رسیدلي او نه هم په یاد کلینکونو کې موظفو ډاکټرانو، نرسانو او نور اداري او خدماتي پرسونل ته معاشونه ورکړل شوي دي.

دوی ګواښ کوي، که چیرې لاس په لاس د دوی معاشونه تادیه نه شي او کلینکونو ته ټاکلي دوا درمل او نور طبي او تخنیکي وسایل ورنکړل شي، نو نه یوازې د اعتراض په بڼه به کلینکونه وتړي، بلکې دا کار به د حکومت او خلکو تر منځ واټن ډېر کړي او خلک به له مسوولینو څخه په کلکه خوابدي شي.

د منور خان په نوم د تریزیو ولسوالۍ د قدمو د روغتیايي کلینک مسوول وايي، سږ کال چې د دوی کلینیک د نړیوالې روغتيايي شبکې څخه د عامې روغتیا چوکاټ ته سپارل شوی، په دې ټوله موده کې يې نه معاشونه اخیستي او نه يې خلکو ته دوا درمل ورکړي دي:

((د ۲۰۱۳ کال مخکې زموږ کلینیک له هېلټ نېټ سره وو، له هغه وروسته دا کلینیک د صحت عامې وزارت او صحت عامې ریاست پر غاړه واخیسته، خو اوس تقریباً اته میاشتې کیږي، چې زموږ د کلینیکونو د روغتیايي او اداري پرسونل معاشونه نه دي توزیع شوي، نه خلکو ته دوا توزیع شوې ده او نه نور لګښتونه کلینیک ته ورکړل شوي دي، صحت عامې ریاست موږ ته پر له پسې وعدې راکوي، خو په حقیقت کې کار نه کیږي، زموږ مشکلات همداسې په خپل حال پاتې دي.))

د یو بل کلینیک مسوول هم مشال راډیو سره په خبرو کې وايي، که چیرې د دوی ستونزې او غوښتنې ترسره نه شي، نو د اعتراض په ډول به کلینکونه وتړي:

((زما نوم حکیم جان د قلندر ولسوالۍ د میشتې کلینیک مسوول، د ۲۰۱۳ کال په شروع کیدو سره زموږ کلینیکونه نړیوالې روغتیايي شبکې صحت عامې ته وروسپارل، دې سپارلو سره سم صحت عامې هغه مسوولیت پر غاړه واخیست، ویې ویل چې موږ هر څه تاسو ته سپلای کوو، دوايي درته سپلای کوو، معاشونه به مو په خپل وخت وي او امکانات به مو له موسسې نه دلته ښه وي.

تقریباً اوه یا اته میاشتې کیږي، چې موږ نه په کلینیک کې دوايي لرو، نه زموږ پرسونل معاش اخیستی دی، نو که دا لړۍ دوام پیدا کړي، نه یوازې دا چې کلینیکونه به احتجاجاً بند شي، بلکې د دولت او خلکو تر منځ یوه فاصله پیدا شي.))

د میټا خان روغتیايي کلینک مسوول ډاکټر حلیم شاه وايي، خلک د دوی پر فعالیتونو اعتراض کوي او وايي، تشو کلینکونو ته ناست یاست نه درمل لرئ او نه نور روغتیايي خدمتونه وړاندې کولای شئ:

((موږ مخکې له هېلټ نیټ موسسې سره وو، کله چې هغې کار ختم شو، زموږ ټول مسوولیت صحت عامې محترم وزارت پر غاړه واخیسته، سره له دې چې اته میاشتې په تېریدو دي، موږ ته تر اوسه هېڅ اکمال نه دی شوی، نه معاش راکړل شوی دی.

موږ له پاره د خلکو له خوا ډېر مشکلات متوجه دي، موږ ته خلک وايي، چې تش په کلینیک کې ناست یاست دوايي نه لرئ او نه مو دوا درمل مالوم دي.))

د عامې روغتیا سرپرست رئیس ډاکټر هدایت الله حمیدي د یادو روغتیايي مرکزونو ستونزې او نیوکې پر ځای بولي او وايي، یادې ستونزې اوس په حل کیدو دي او ډېر ژر به د نوموړو کلینکونو د کارکوونکو معاشونه او دوا درمل ورکړل شي:

((یو شمېر فرعي کلینکونه دي لکه یو د قلندر په ولسوالۍ کې د میشتې کلینیک دی، بل د تریزیو ولسوالۍ د قدمو کلینیک دی، همدارنګه بل د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د میټا خان کلینیک دی.

متاسفانه به ووایم د سږ زیږدیز کال له جنوري څخه راپدیخوا، چې دغه کلینیکونه د عامې روغتیا ریاست ته سپارل شوي دي، کله چې د USAID څخه دا پروژې ختمې شوې او د وزارت یوې بلې برنامې ته سپارل کیږي، نو په دې کې په خپله د عامې روغتیا په وزارت کې یو څه ستونزه وه، په ظرف د دې هفتې کې به د دوی ټول معاشات، تدارکاتي کارونه، دوی ته درمل او نور وسایل به ورکول کیږي.))

د یادونې وړ ده په ټولیز ډول خلک د خوست په ولسوالیو او اړوندو سیمو کې د روغتیايي فعالیتونو له روان بهیر څخه رضایت نه لري او خدمتونه يې نیمګړي بولي، له همدې کبله ده، چې یوازې هغه خلک حکومتي او موسسه يي روغتيايي مرکزونو ته مراجعه کوي، چې شخصي کلینکونو ته دمراجعې له پاره پیسې و نه لري.
XS
SM
MD
LG