د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني حکومت او طالبانو د مذاکراتو پايلې؟


د پنجابي طالبانو مشر عصمت الله معاویه
د پنجابي طالبانو مشر عصمت الله معاویه

د پاکستاني طالبانو د پنجابي ډلې مشر عصمت الله معاويه د پنج شنبې په ورځ رسنيو ته په خپل لېږل شوي بيان کې ويلي چې د هيواد وزيراعظم نواز شريف قام ته په خپله وينا کې طالبانو ته د سولې د خبرو اترو د وړانديز په ورکولو سره د سياسي پوهې څرګندونه کړې.


نوموړي په خپل بيان کې ويلي که چيري حکومت د معاملاتو په حل کولو کې په جدي توګه دلچسپی اخلي نو په پاکستان کې به فعاله جهادي ډلې مثبت غبرګون ښيي. معاويه پاکستاني رسنيو ته په لېږل شوي ليک کې له حکومت سره د خبرو اترو لپاره ځيني شرطونه هم ايښي چې د اسلامي قانون پلي کول او له امريکا سره د ايتلاف ختمول يې د ذکر وړ دي.

دا چې د پاکستان حکومت به د طالبانو دې شرايطو ته غاړه کښيږدي او خبرې به ورسره پرمخ بوځي يا که نه؟ په اسلام آباد کې د سياسي چارو کارپوه امتياز ګل وايي، پاکستان به هيڅکله د طالبانو دا ډول غوښتنو ته غاړه نه کښيږدي:

((اوس خبره داسي ده چې رياست ته د يو شخصي يا وړوکي غېر رياستي ډلې لخوا مطالبات ورکول ګمان نه کوم چې حکومت يې ومني. ځکه چې دا هغه خلک دي چې رياست يې چېلنج کړی دی، خلک يې حلال کړي دي. ډېر په ښکاره يې ويلي دي چې د پاکستان پوځ او د پاکستان حکومت زموږ دښمن دی. تر څو چې يو شخصي يا وړوکې ډله د پاکستان آيين، پارليمان او عدالتونه و نه مني نو ګمان نه کوم چې په آسانه به خبرې اترې وشي)).

د پنجابي طالبانو مشر عصمت الله معاويه د پاکستاني حکومت د هغه ګام ستاينه هم کړې چې له مخې يې په هيواد کې د مرګ پر سزا عمل په موقت ډول درول شوی دی.

تر دې وړاندي طالبانو ګواښ کړی و چې که چيري په زندان کې د مرګ د سزا په انتظار ناست د دوی ملګري پانسۍ کړل شول نو بدل به يې د پاکستان د واکمن ګوند مسلم ليګ نواز ډلې له مشر او د هيواد له وزيراعظم نواز شريف او د هغه له ورور شهباز شريف څخه اخلي چې د پنجاب وزيراعلی هم دی.

د دې سربېره د پاکستان پر حکومت د بشري حقونو د نړيوالو سازمانونو فشار هم و چې د مرګ سزاوي ودوروي. دا چې پاکستاني حکومت د نړياولو سازمانونو پر فشار خپله پرېکړه بدله کړې که د طالبانو اختار دوی مجبوره کړل چې مرګ سزاوي وځنډوي او د سولې د خبرو اترو وړانديز وکړي؟ په پېښور کې د سياسي چارو کارپوه اېمل خټک وايي، دواړې خبرې د حکومت په دريځ کې د بدلون باعث ګرځېدلي دي.

((مهمه خبره دا ده چې دغه بحث په داسي وخت کې شروع شو چې حکومت هغو مهمو شخصياتو ته چې په ترهګريزو فعاليتونو کې يې لاس درلودی، هغوی ته هم د پانسۍ وخت برابر و. او بيا حکومت دا اشاره هم ورکړه چې هغو خلکو ته به ډېر ژر پانسۍ ورکړل شي او وسله والو ډلو به هم د دې اظهار کولو چې کېدی شي هغه مشران چې د پانسۍ سزا پر ختلې ده، هغوی ته پانسۍ ورکړل شي نو دغه ټولې خبرې چونکې په يو وخت کې رواني وې نو زما په خيال باندي د دواړو به اثر وي)).

که څه هم په پاکستان کې د نواز شريف په مشرۍ کې د نوي حکومت له راتګ سره طالبانو د خبرو اترو په لړ کې نرمي ښودلې وه خو د روان کال د مې په مياشت کې هغه وخت پرېکړه بدله کړه چې د تحريک طالبان پاکستان مرستيال مشر ولي الرحمان د امريکا د بې پايلټه الوتکې په بريد کې ووژل شو.

د يادوني ده چې د پاکستان د حکومت او طالبانو تر منځ وړاندي هم څو څو ځلې د سولې خبرې اترې تر سره شوي خو څه ډول نتيجه يې نه ده ورکړې او دواړه لورې پر خپلو شرايطو ولاړ پاتې شوي دي.
XS
SM
MD
LG