د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ضمني انتخاباتو نتیجې اعلان شوي


په پاکستان کې د تېرې ورځې تر انتخاباتو وروسته زیاتره نتیجې اعلان شوې دي.

د پاکستان د الیکشن کمیشن د شمېرو تر مخه د خیبر پښتونخواپه څلورو صوبايي او څلور قامي حلقو کې حکومتي اتحادي ګوندونو بریا نه ده تر لاسه کړې.

د پېښور اېن اې یو حلقه چې د مې میاشتې په انتخاباتو کې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ګټلې وه دا ځل د عوامي نیشنل ګوند غلام احمد بلور وګټله.

د پېښور څوکۍ تر ګټلو وروسته د غلام احمد بلور پلویانو خوشالۍ وکړی.

د صوابۍ د قامي اسمبلۍ اېن اې ۱۳ څوکۍ د تحریک انصاف عاقب الله ګټلې ده.

د اېن اې پینځه نوښار او د لکي مروت قامي اسمبلۍ اېن اې ۲۷ حلقې د نهه پولنګ سټېشنونو نتیجې ځکه ایسارې کړل شوې دي چې هلته ښځو ته د رای ورکولو اجازه نه وه ورکړل شوې.
په دغو پولنګ سټېشنونو به دوباره رایی اچول کېږي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن له نتیجو سره سم، په څلورو صوبايي حلقو کې یوه هم تحریک انصاف یا د دوی اتحادي ملګرو نه ده ګټلې.

په دې کې یوه څوکۍ عوامي نیشنل ګوند، یوه جمیعت علمای اسلام او دوه ازادو نوماندانو ګټلې دي.

د پاکستان د سرکاري ټي وي د معلوماتو تر مخه د قامي اسمبلۍ په پنځلسو او صوبائي اسمبلۍ په شپږوېشت چوکیو تېره ورځ ووټونه وشو ل چې غېر سرکاري نتيجې ښیي مسلم ليګ تر ټولو زياتې اتلس چوکۍ ګټلې دي چې په کې پنځه د قامي اسمبلۍ او ديارلس د صوبائي اسمبلو چوکۍ پکې شاملې دي.

په قامي اسمبلۍ کې پيپلز ګوند د درې چوکو سره په دويم نمبر دې، تحريک انصاف دوه چوکۍ ګټلي دي دغه رنګ عوامي نېشنل ګوند، متحده قامي موومنټ،او پښتونخوا مېپ يو يو چوکۍ ترلاسه کړه.

د دوه حلقو این اې 235 او این اې 262 حلقه کې نتیجې تر اوسه نه دي راغلې خو غیر سرکاري نتیجه ښايي چې په 262 د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ عبدالقهار خان ودان بریا تر لاسه کړې ده. او حلقه 235 د پاکستان پيپلز ګوند شازیه مري ګټلې ده.
XS
SM
MD
LG