د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجوايي پېښې کورنۍ امریکايي عدالت ته وړاندې شوې


 ۳۹ کالن امریکايي سرتېری رابرټ بېلز چې په پنجوايي کې یې ۱۶ افغانان وژلي ول، د عدالت کوټه کې ترې پوښتنې کېږي
۳۹ کالن امریکايي سرتېری رابرټ بېلز چې په پنجوايي کې یې ۱۶ افغانان وژلي ول، د عدالت کوټه کې ترې پوښتنې کېږي

د اورېدنې پر وخت یوه بل افغان چې حاجي محمد نعیم نومېږي رابرټ بېلز ته یې ښکنځلې وکړې او حکومتي وکیل ته یې وویل چې نورې پوښتنې دې تر نه کوي.

اسوشي اېټډ پریس اژانس لیکي، د چارشنبې پر ورځ هغه افغان چې تېر کال یې د کندهار په پنجوايي کې د کورنۍ غړي وژل شوي ول، په امریکا کې عدالت ته وړاندې شو او ګواهي یې ورکړه. د دې کس نوم حاجي محمد وزیر دی. له وزیر سره د خپل کلي اته نور کسان هم امریکا ته د ګواهۍ ورکولو له پاره تللي دي.


هغه امریکايي سرتېری چې په پنجوايي کې یې ۱۶ کسان وژلي ول رابرټ بېلز نومېږي او ۳۹ کالن دی. ده د جون په میاشت کې، د مرګ له سزا بچ کېدو له پاره خپل جرم ومانه. بېلز اوس د ټول عمر بند له سزا سره مخامخ دی.

د بېلز دفاعي وکیلان هیله من دي چې قاضیان به قانع کړي چې نوموړی څلور ځلې د جګړو له پاره استول شوی وو او باید ورسره رعایت وشي.

حاجي وزیر عدالت ته وویل، د رابرټ بېلز په حملې کې د ده مور او ښځه هم وژل شوي ول. ده وویل، دی سره د خپل پینځه کالن زوی حبیب شاه په یوه بل کلي کې د شپې مېلمه وو چې پر کور یې حمله وشوه.

دی وايي: ((که د یوه کس یو بچی ووژل شي نو اندازه وکړئ چې د هغه ژوند به څنګه وي؟)) دی وايي، پینځه کالن زوی یې ((ټول یادوي او هیڅ کس یې نه دی هېر کړی.))

وزیر وايي، دی له ((ډېر سخت وخته تېر شوی دی. اوس هم چې څوک)) ورسره ((د هغې پېښې په اړه وغږېږي نو)) ده ته ښکاري ((لکه دا هر څه چې اوس شوي وي.))

وزیر او د کاکا زوی یې د څارنوالانو د پوښتنو ځوابونه وویل او بیا یې غوښتنه وکړه چې دوی نورې خبرې هم کول غواړي خو عدالت اجازه ور نه کړه.

د سه شنبې پر ورځ د اورېدنې پر وخت یوه بل افغان چې حاجي محمد نعیم نومېږي رابرټ بېلز ته یې ښکنځلې وکړې او حکومتي وکیل ته یې وویل چې نورې پوښتنې دې تر نه کوي.

حاجي نعیم بېلز ته اشاره وکړه او ښکنځل یې وکړه او و یې ویل چې دی ورته مخامخ ولاړ وو. نعیم وايي، ده غوښتل ترې پوښتنه وکړي چې ((څه یې کړي دي. هغه ته یې څه ویلي دي؟)) خو سرتېري و ویشته.

نعیم پر ستوني لګېدلی وو.

امریکا د ښکار شویو افغانانو کورنیو ته شاو خوا ۱۰ لکه ډالره د خپل خپګان ښودلو له پاره ورکړي دي. په دې کې پینځه نیم لکه ډالر حاجي محمد وزیر ته ورکړل شوي دي چې پرته له یوه زوی یې ټوله کورنۍ وژل شوې وه.

عدالت ته د سرتېري ورور ویلیم بېلز وویل چې ورور یې ډېر ښه پلار دی. ده وویل، که د ورور بچي یې په عدالت کې پلار وګوري نو په منډه به ورشي. ورور یې د خپل پوځی ورور د وړوکوالي کیسې هم وکړې.

اسوشي اېټډ پریس اژانس زیاتوي، رابرټ بېلز د دوو بچیو پلار دی او د تېر کال مارچ په میاشت کې چې په پنجوايي کې ده په یوه کلي کې خلک ووژل او وسله ورسره کمه شوه نو پوځي اډې ته بیا لاړ، وسله یې واخیسته او بل کلي ته ولاړ.
XS
SM
MD
LG