د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني او لوګر ولایتونو کې ۱۸ وسلوال وژل شوي


د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د لعل خېلو په سیمه کې په تېرو څلریشتو ساعتونو کې افغان سرتیرو د ملي پولیسو سره په ګډو عملیاتو کې اتلس وسلوال وژلي او اوه تنه نور يې ټپیان کړي دي، همدارنګه نړیوالو ځواکونو د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په پادخواب روغني سیمه کې هوايي برید کړی، چې په یاد برید کې څلور وسلوال وژل شوي دي.


د تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر څخه مشال راډیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د یادو ځواکونو د قوماندان تورنجنرال محمد شریف یفتلي له قوله راغلي، چې په غزني ولایت کې افغان پوځیانو ته یو شمېر وسلې او وسایط لکه، دوه میله کلاشینکوف، یو میل پیکا او دوه عرادې موټر سایکلونه همدارنګه د دوو تنو وژل شویو وسلوالو جسدونه لاسته ورغلي دي.

په خبر کې زیاته شوې، چې د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې هم څلور وسلوال وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو پوځیانو د میدان وردکو مرکز د شاه قدم په غره او د پکتیا د زرمت ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې شپږ فیره مزایل چې انداخت کولو ته چمتو شوي وو، بیکاره کړي دي.

بلخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته په استول شویو تلیفوني پیغامونو کې په پکتیا، لوګر او میدان وردکو ولایتونو کې پر افغان او بهرینو سرتېرو د یو شمېر بریدونو ادعا کړې او ویلې يې دي، چې په یادو بریدونو کې يې مخالف لوري ته مالي او ځاني تلفات رسولي دي.

د یادونې وړ ده تېره اونۍ د تندر قول اردو د خپل مسوولیت په ساحه کې د دوولسو تنو مشکوکو وسلوالو د نیولو خبر ورکړی وو.
XS
SM
MD
LG