د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له افغان ډلو سره د پاکستان تماس شیطاني عمل ګڼو"


د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس امر الله صالح
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس امر الله صالح

امر الله صالح وايي، د پاکستان له لوري په افغانستان کې دننه له ډلو ټپلو سره خبره ته موږ د شیطاني او استخباراتي عمل په سترګه ګورو.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس وایي، که د افغانستان د حکومت مخالفې سیاسي ډلې په خپلو کې یا له حکومت سره اختلافات لري دا حق نه لري چې؛ د هېواد د سرنوشت په اړه له نورو هیوادونو سره خبرې وکړي.


امرالله صالح چې د مونشن په غونډه کې یي برخه اخیستې وه له مشال راډیو سره په مرکه کې وویل، په افغانستان کې موجوده ریاستي نظام اغیزمن نه دی او پارلماني نظام ته ترجیع ورکوي.

روانه اونۍ د مونشن په غونډه کې د افغانستان د حکومت د یو شمېر سیاسي ډلو استازیو او د ګاونډیو او اروپایي هېوادونو یو شمېر کارپوهانو برخه اخیستی وه چې په کې د افغانستان د امنیتي حالاتو، له طالبانو سره د سولې د پروسې، د راتلونکو انتخاباتو او په افغانستان کې د سیاسي نظام د بدلون د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وشوې.

د مشال راډیو خبریال ابوبکر صدیق چې دی غونډی ته تللی و، له امرالله صالح سره یي مرکه کړې ده.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:29 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG