د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا پرمختګ د افغانستان له امن سره تړلی


امریکايي امداد د ترسره شویو کارونو په باب مالومات ورکړل.

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی پرویز خټک د امریکايي ډپلوماټانو له یو پلاوي سره د لیدو کاتو پر مهال وویل، چې تر څو په افغانستان کې امن نه وي راغلی تر هغو پښتونخوا صوبه پرمختګ نه شي کولای او په افغانستان کې د تیرو درو لسیزو راهیسې جنګي حالاتو د کابل او پېښور ترمینځ تجارتي او کاروباري هلو ځلو ته هم ډېر تاوانونه اړولي دي.



مشال ریډیو ته د اعلا وزیر له کوره استول شوې یوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ګل پر ورځ د پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک د امریکايي کونسل جنرل رابرټ جي ريډ په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره د لیدو پر مهال د سیمې پر صورتحال او د صوبې د اقتصادی پرمختګ په باب خبرې اترې وشوې.

د خبر پاڼې له مخې صوبايي چارواکو په دې غونډه کې امریکايي پلاوي ته په صوبه کې په امریکايي امداد د ترسره شویو کارونو په باب مالومات ورکړل.
XS
SM
MD
LG