د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د دوو سختدریځو په دارول وځنډول


د طالبانو یوه ویاند عصمت الله ماویه دړکه ورکړې که یې ملګري په دار شول نو غچ به یې واخلي.
د طالبانو یوه ویاند عصمت الله ماویه دړکه ورکړې که یې ملګري په دار شول نو غچ به یې واخلي.

د پاکستان تیر حکومت په دوه زره اتم کال کې اعدام د یوې مودې له مخه بند کړی و چې دغه موده د جون په میاشت کې پای ته ورسیده.

د پاکستان حکومت په موقتي ډول د مرګ په سزا عملدرامد ځنډولې دی. ټاکل شوې وه، چې په القاعده ډلې پورې اړه لرونکي یو شیمر وسله وال، چې اعتراف یې هم کړی ، روانه اونۍ په دار وځړول شي.


د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پرویز رشید پرون(یکشنبه) وویل، تر هغو به دغه کسانو ته د مرګ سزا نه ورکول کيږي چې ترڅو وزيراعظم او ولسمشر په دې اړه خبرې نه وي کړې.

پرویز رشید زیاته کړه چې نوازشریف به له ولسمشر سره هغه وخت خبرې وکړي چې زرداري له بهرني سفره هیواد ته راستون شي.

د پاکستان تیر حکومت په دوه زره اتم کال کې اعدام د یوې مودې له مخه بند کړی و چې دغه موده د جون په میاشت کې پای ته ورسیده.

د پاکستان سني سخت دریځو ډلو حکومت ته تیره اونۍ خبرداری ورکړی و، که چیرته د دوی کسان اعدام شي، نو بدل به اخلي.
XS
SM
MD
LG