د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر جنرال کیاني وروسته به د پاکستان پوځ مشر څوک وي؟


سرچینه: رویټرز خبري اژانس
ژباړه: هارون باچا

د رویټرز خبري اژانس په يوه ليکنه کې راغلي، په اېټمي وسلو سمبال پاکستان کې د دې هېواد د پوځ مشر جنرال پرويز کياني تر ټولو طاقتور سړی دی، چې تمه کېږي دنده يې راتلونکې نومبر مياشت پای ته ورسېږي.


د اژانس له ليکنې سره سم، له تېرې مې مياشت راهيسې، چې د پاکستان د ولسي حکومت واک د نواز شريف لاسو ته ورغلی، د دغه هېواد د پوځ له پاره د يوه نوي مشر ټاکل د نوموړي له پاره يو سخت امتحان دی.

ليکنه زياتوي، پاکستان په ۱۹۴۷ م ز کال کې د انګرېز له ښکېلاکه ازادي تر لاسه کړه. له هغې راهيسې د پاکستان پوځ د نيمې نه زيات وخت پر دغه هېواد حکمران پاته شوی دی. په ليکنه کې دغه راز ويل شوي چې د ولسي حکومتونو پر مهال هم د پاکستان پوځ د دې هېواد د امنيت او خارجه پاليسۍ په چارو کې غټ لاس لرلای دی.

اژانس د پاکستان د وزيراعظم نواز شريف هغه خبره راخيستې چې وايي، غواړي د دې هېواد په سياست کې د پوځ عمل دخل ته د پای ټکی کيږدي. همدغه وجه ده چې نوموړي د هېواد د بهرنۍ پاليسۍ او دفاع چارې په خپلو لاسو کې اخيستې دي.

خو اژانس کاږي، په داسې حال کې چې غربي ځواکونه له افغانستانه وتلو ته تيارۍ نيسي، او پاکستان غواړي په دغه هېواد کې د هند د زياتېدونکي نفوذ مخه ونيسي، د پاکستان پوځ به د ولسي حکومت په چارو کې له لاسوهنې و نه ګرځي.

په ليکنه کې وړاندې راغلي، د جنرال کياني په مشرۍ پاکستانی پوځ د دې هېواد له سياسي بهيره لرې پاته شوی دی.

د اژانس د ليکنې له مخې، ښاغلی شريف، چې په ۱۹۹۹ م کال کې د يوه پوځي کودتاه په نتيجه کې له حکومته لرې کړل شو، او تر هغې وروسته يې له پوځ سره اړيکې چندان ښې نه وې، په خپل دويم ځلي حکومت کې د جنرال کياني د ځای ناستي ټاکلو په لړ کې له يوه ازمېښت سره مخامخ دی.

د پاکستاني پوځ جرنېلان، چې ښايي ورڅخه يوه ته د دغه پوځ مشري ورکړل شي، د لېفټېننټ جنرال راشد محمود، لېفټېننټ جنرال طارق خان او لېفټېننټ جنرال هارون اسلم نومونه يادېږي.

د اژانس په ليکنه کې ويل شوي، د جنرال کيانې تر لاندې د پاکستاني پوځ ځينې افسران، له دې امله چې نوموړي د دې هېواد د ولسي حکومت پر وړاندې يو څه نرم دريځ خپل کړی وو، خوشاله نه ول.

په اسلام اباد کې يوه ډپلوماټ اژانس ته ويلي، د دې خبرې هيڅ ضمانت نشته چې د جنرال کياني له تلو وروسته به د پاکستاني پوځ بل کوم مشر د دې هېواد له منتخب حکومت سره هم د نوموړي په څېر يوه چلند خپل کړي.
XS
SM
MD
LG