د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتو موسیقۍ کې پنجابۍ سندرغاړې


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په نننۍ خپرونه کې پر دې موضوع غږېږو چې د پښتو موسیقۍ په مارکېټ کې اوسمهال د پنجاب ښځینه سندرغاړو څومره نفوذ شته دی.


په دې وروستیو کې پنجابیو سندرغاړو پښتو سندرې ویل پیل کړې او په بازار کې یې ځان ته ځای پیدا کړ.

خو دا هم ویل کېږي چې د نویو پښتنو ښځینه سندرغاړو له راتګ سره د پنجاب هغو نفوذ کم شوی دی.

په پېښور کې ځوان موسیقار ګلالی وايي، دوی هڅه کوي چې اوس ډېرې پښتنې سندرغاړې منتخبې کړي ځکه چې خلک د پنجاب ښځینه سندرغاړو سندرې نه خوښوي.

په پېښور کې د مسافر موسیقۍ دوکان مالک مسافر هم وايي چې د ګل پاڼې له راتګ سره د پنجاب سندرغاړو بازار هم ختم شو.

سندرغاړې صایمه ناز ګیله منه ده چې خپلو پښتنو موسیقارانو پر دوی پنجابیو هغو ته لومړیتوب ورکړ.

پښتون موسیقار ماص خان وصال دریځ لري چې پښتنې سندرغاړې په هنري ډول کمزورې دي. دی وايي، د حالاتو له کبله فلمونه هم کم جوړېږي چې د دې له کبله اوس د پنجابیو سندرغاړو ورتګ هم کم شوی دی.

په دې اړه نور بحث د غږ (ږغ) په ځای کې واورئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:52 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG