د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (د افغان ستوري خپرونه)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.


په افغانستان کې د طلوع په نوم یو ټیلي وېژن د ځوانانو تر منځ د سندرو سیالیو یوه خپرونه لري چې (افغان ستوری) نومېږي. دا خپرونه په افغاني ټولنه کې د سندرو او موسیقۍ بیا ژوندي کولو د هڅو برخه ده.

لیکوال او د طلوع لمر ټیلي وېژن کار کوونکی لال اقا شېر زاد وايي، د افغان ستوري خپرونې جوړوونکي ولایتونو ته ځي، ځوانان منتخبېږي او بیا د مسلسلې سیالۍ په ذریعه تر ټولو غوره سندرغاړی د افغان ستوري نوم تر لاسه کوي.

شېر زاد دا خبره ردوي چې ګواکې په افغان ستوري خپرونه کې پښتو ژبیو افغانانو ته زیاته ونډه نه ورکوي.

دی وايي، ټیلي وېژن هیڅ قومي تعصب نه لري.

سندر غاړی بریالی ولي چې په دې خپرونه کې یې د جج یا داور په توګه برخه اخیستې وايي، دا ډېره ښه خپرونه ده چې موسیقي له یو څو کورنیو د عام ولس منځ ته ورځي او ډېر خلک د سندر غاړو په توګه ټولنې ته ور پېژندل شوي دي.

دی وايي، پښتانه خپل پښتانه سندر غاړي د دې خپرونې د اېس اېم اېس له لارې نه منتخبوي.

د سندرو امېل په خپرونه کې د تل په څېر سندرې هم لرو، خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:50 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG