د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې طالب قوماندان وژل شوی دی


کراچۍ - د پاکستان کراچۍ پولیس وایي د ښار په کنواري کالونۍ کې یې د جمعې پر ورځ د تحریک طالبان پاکستان سیمه ییز کمانډر وژلی دی.


د مغربي کراچۍ د پولیس مشر اېس اېس پي واصف شیخ له خوا په خپاره شوي ټیليفوني پیغام کې ویل شوي دي چې وژل شوی تن شېرخان محسود نومېږي او نوموړی له پولیسو سره د مقابلې پر مهال وژل شوی دی.

د یادې سیمې پولیس مشر اېس پي چودري اسد تېره شپه له مشال راډیو سره په خبرو کې د شېرخان محسود د وژنې پخلی کړی دی:

((دی شېرخان نومېده او دې د کنواري کالونۍ سیمه ییز کمانډر وو، دوی په موټر کې روان ول، پولیسو ورته د ودرېدو ویلي دي ، د نه درېدو په صورت پولیسو پر دوی ډزې کړې دي چې له امله یې دې وژل شوې او د ده درې نور ملګري په زخمي حالت کې تښتېدلي دي.))

د اېس پي چودري اسد په خبره شېرخان محسود د وسله والو طالبانو د مشر حکیم الله محسود نېږدې ملګری وو، او هغه په سیمه کې د ماربلو له کارخانو څخه د پیسو په اخیستنه، د پولیسو وژنې او یو شمېر نورو معاملو کې پولیسو ته مطلوب وو.

پولیس چارواکي زیاتوي، شېرخان محسود په کنواري کالونۍ او منګوپير سیمو کې د وسله والو نېټ ورک لري او د دوی وسله وال د پیسو نه ورکوونکو پر کورونو او کاروباري ځایونو په بمي حملو کې هم لاس لري .

یاده دې وي د کراچۍ منګوپیر، پیراباد او کنواري کالوني د پښتنو ګڼ مېشتې سیمې دي. په دې سیمه کې په زیاته کچه د ماربلو کارخانې شتون لري چې زیاتره یې قبایلي سیمو او له خیبرپښتونخوا د تعلق لرونکو خلکو دي.

د یادو علاقو استوګن له تېرې اوږدې مودې راهیسې په سیمه کې له قلنګ اخیستنې او بمي حملو سر ټکوي.

پولیس چارواکو هم وخت په وخت په دغو سیمو کې د وسله والو طالبانو د سیمه ییزو مشرانو او کارکنانو وژنې او نیونې دعوې کړي دي.

پولیسو څو میاشتې مخکې په دغې علاقو کې د طالبانو د ځایې مشرانو شېرعالم محسود او قاري بلال د وژلو هم ویلي وو.

د شېر خان محسود وژنې په اړه وسله والو طالبانو لا څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG