کراچۍ :د سند صوبې د روغتیا د محکمې چارواکي وایي، د کراچۍ ښار سهراب ګوټ په سیمه کې یوه ماشومه د ګوزڼ وهلې.
د دوی په خبره په سند صوبه کې د ګوزڼ دا دریم کیس دی. د دې له جملې څخه دوه کیسونه په کراچۍ ښار کې او یو کیس په دادو ضلع کې مخې ته راغلی دی .
د ګوزڼ دا کیس د سهراب کوټ په پښتون ګڼ مېشته سیمه کچي پاړه کې د ژوب د سیمې د یوې کورنۍ په ماشومه کې موندل شوی دی. دغه ماشومه چې ثنا نومیږي ورور نذیر جان یې په اړه وایي:
((زما دا خور یو کالنه ده ،د دې یوه پښه متاثره ده چپه پښه نه شي غځولی، دوایانې ورکوو ، د پخوا په نسبت اوس لږه شان بهتري راغلې ده. په دې کالونۍ مخکې د ګوزڼ په یو مشر اکتر ډزې شوې وې د هغې وخت راوروسته دلته د ګوزڼ کسان نه راځي ویریږي ))
په سهراب ګوټ کې د تېر کال جولایي په میاشت کې د روغتیا د نړیوالی ادارې په ډاکټر ډیوډ باندې د ګوزڼ د درې ورځني کمپین په مهال حمله شوې ده.
چې له امله یې یاد ډاکتر او د هغه ډریور زخمیان شوي و، د دې نه څو هفتې پس په یاده سیمه کې د ګوزڼ ضد د څاڅکو ورکونکې ډلې یو بل تن ډاکټر اسحاق کاکړ هم وژل شوی و.
له یادو پېښو روسته په ګډاپ ټاون او شاوخوا علاقو کې د ګوزڼ ضد د څاڅکو ورکولو کمپینونه دریدلي و.
له دې وړاندې د ګوزڼ لمړنی کیس هم د کراچۍ د پښتنو په ګڼ میشته سیمه لانډي بهینس کالونۍ کې مخې ته راغلی دی، چې لامله یې د خیبرپښتونخوا صوبې د شانګله پار ضلعې درې کلن ماشوم د ګوزڼ وهلې وو.
د روغتیا د نړیوالی ادارې چارواکي وایي سږ کال تراوسه پورې په پاکستان کې د ګوزڼ ۲۴ کیسونه مخې ته راغلي دي چې پکې زیاتره کیسونه د قبایلي سېمو سره په اړونده ماشومانو کې موندل شوي دي . د پاکستان لپاره د یادې ادارې یو چارواکی ډاکټر زبیر مفتي په دې اړه تېره ورځ مشال ریډیو ته وویل
(( په سند صوبه کې تراوسه درې کیسونه مخې ته راغلي دي ، د ټولو نه زیات کیسونه په خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې شوي دي . په ۲۴ کیسونو کې ۱۹ کیسونه د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو دي))
په سند صوبه کې موندل شوي د دریو کیسونو له جملې څخه دوه کیسونه د کراچۍ د پښتنو سیمو په ماشومانو کې موندل شوي دي.
د کراچۍ ښار په دغو سیمو کې تېر کال د دسمبر په میاشت کې د ګوزڼ ضد په څاڅکو ورکونکو زنانه کارکنانو حملې شوې وې چې مرګ ژوبله یې لرلې ده .
د سند صوبې د روغتیا د محکمې چارواکي مظهر خمیساني مشال راډیو ته وویل، که څه هم یو وخت د کراچۍ ښار ځینو سیمو ته د ګوزڼ ضد څاڅکو ورکونکو کسان له تللو څخه ډډه کوله خو اوس دوی د پولیسو په پېره د کراچۍ ښار هرې سیمې ته ځي او د سیمې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکې ورکوي .