د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا کې سیلاوونو بیا خلک وژلي دي


د چارسدې په خیالي سیند کې د سیلاب له وجې شابړه او ګیر چاپیره آبادۍ د ضلعي انتظامیې په هدایاتو خالي کړل شوېدي.

د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي په صوبه کې د روانو بارانونو له وجې لږ تر لږه ۳تنه مړه او لس ژوبل شوي دي. هلته په شمالي وزیرستان کې ځايي خلک وايي، بارانونو او سیلاوونو څلور کسان وژلي دي.


د آفتونو د مبارزې دصوبايي ادارې (پي ډي ایم اې) ویاند لطیف الرحمن نن سهار مشال ریډیو ته وویل، د نوښار ضلعې نوشهره کلان، مون ګړۍ، اکبر پوره او دا راز له سیند سره نیزدی نورو سیمو نه خلکو د ضلعی انتظامیې په نګرانۍ کې کډې شورو کړې دي او ریسکیو ۱۱۲۲ امدادي ټیمونه هم هلته موجود دي.

بلخوا د چارسدې په خیالي سیند کې د سیلاب له وجې شابړه او ګیر چاپیره آبادۍ د ضلعي انتظامیې په هدایاتو خالي کړل شوېدي.

د سیلابونو د مبارزې صوبايي ادارې نن د پنجشنبې پر ورځ جاري کړې یوه خبرپاڼه کې وايي، په چارسده کې د سیلاب چپه بیګا شپه تیره شو او دا راز اوس دغلته د سیلاب خطره نه شته. صوبایی چارواکي وايي جنوبي ضلعې لکي مروت ډي آی خان ټانک او کرک کې هم سیلاوونو خلکو ته مالي او ځاني تاوان اړولی دی. دا راز په سوات کې هم دې ورستیو بارانونو او سیلاوونو زیان رسولی دی.

د موسمیاتو محکمه وايي د بارانونو دا لړې به لا هم روانه وي.
XS
SM
MD
LG