د لاسرسي ځای

تازه خبر

پرکنز: د افغان ژبارونکو ژوند په خطر کې دی


له کومې ورځې چې؛ بهرنیو ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو اعلان کړی، په هېواد کې د خونړیو جګړو او حملو په زیاتیدو سربیره، هغه شمېر افغانان هم زیات اندیښمن دي چې؛ له دغو ځواکونو سره د ترجمانانو او یا هم مرستندویانو په توګه کار کوي.


د امریکا متحده ایالاتو او بریتانیا یو شمېر افغان ترجمانانو او د هغوي کورنیو ته د مهاجرت ویزې ورکړې، خو یو شمېر نور یي تر اوسه سرګردانه دي.

د بریتانیا یو پوځي هڅه کوي ترڅو خپل حکومت قانع کړې چې؛ له انګلیسي ځواکونو سره د افغان ترجمانانو ژوند په خطر کې دی او باید چې؛ هغوي په بریتانیا کې ومنل شي.

د بریتانیا د دوهم نړېوال جنګ د پیژندل شوي او مشهور صدراعظم ویسټن چرچل لمسی الګساندر پرکنز چې؛ دوه ځلي یي په افغانستان کې پوځي خدمت کړی، د خپل هېواد صدراعظم ډیویډ کامرون ته یي د چهارشنبې په ورځ هغه غوښتن لیک وسپاره چې؛ له اویا زرو زیاتو کسانو پرې لاسلیکونه کړي او د هغو افغانانو د ساتلو غوښتنه کوي چې؛ په افغانستان کې له دیره انګلیس ځواکونو سره د ترجمانانو په توګه کار کړی دی.

پرکنز وایي، انګلستان له افغان ترجمانانو څخه ډير زیات پور وړې دی او که چېرې دغو کسانو ته پناه ورنکړه شي، نو هغوي ممکن له مرګ سره مخامخ شي.

بریتانیا د روان کال مې میاشت کې د نویو وضعه شویو مقرراتو پراساس، شاوخوا ۶۰۰ افغان ترجمانانو ته چې له انګلیس ځواکونو سره یي د جنګ په لومړیو جبهو کې خدمت کړی، دی هېواد ته د تلو ویزې ورکړې او نور شاوخوا شپږ سوه تنه به یي په افغانستان کې د روزنې یا تعلیم او دغه راز تر پنځو کلونو پورې معاش مستحق شي.

خو د چرچل ۲۷ کلن لمسی اګساندر پرکنز وایي، ترجمانانو ته د پنځو کلونو د ویزو پریکړه سمه نه ده، دوي ته باید په بریتانیا کې د استوګنې دائیمي وزیرې ورکړل شي.

دغه راز هغه کسان په دې کټګورۍ کې راغلي چې؛ د ۲۰۱۲ کال ډیسمبر میاشتې تر ۱۹ نیټې پورې یي په افغانستان کې له انګلیسي ځواکونو سره ۱۲ پرله پسي میاشتې کار کړی وي.

پرګنز د بریتانیا صدراعظم ته د غوښتن لیک د سپارلو پرمهال دي مسلې ته اشاره وکړه او ویي ویل، مونږ په ۲۰۱۴ م کال کې له افغانستان څخه وځو، خو دا شمېر افغانان شاته پریږدو. د پرکنز په وینا، زیات امکان شته چې افغان ترجمانان د وسله والو طالبانو له خوا تعقیب، آزار او بالاخره ووژل شي.

پرکنز په Change.org ویب پانه کې د افغانانو غوښتن لیک ایښی او په بریتانیا غږ کوې، ټولو هغو ترجمانانو ته دي پناه ورکړې چې په افغانستان کې یي د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ خدمت کړی دی.

پرکنز وایي، که چېري د ده نیکه چرچل ژوندی واي او دا حالت یي کتلاي چې زمونږ حکومت له هغو کسانو سره چې له انګلیس ځواکونو سره د مرستې په مقصد یي خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړی، دا ډول چلند کوي، ټکان به یي خوړلاي واي.

د بریتانیا د حکومت یو ویاند وویل، د افغان ترجمانانو لپاره تر لاس لاندي پروګرام پراخ او جامع دی او زیاته یي کړه چې بریتانیا ددغو کسانو دساتنې ډاډ ورکوي. که چېري کوم پخواني کارکوونکې ته خطر متوجه شي، د بریتانیا حکومت به یي بل ځاي ته ولیږدوي.
XS
SM
MD
LG