د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان دې خپله خاوره د هند ضد نه کاروي"


د هند لومړی وزیر من موهن سینګ د خپلواکۍ پر ورځ د وسله والو ځواکونو د رسمي لیدنې پرمهال
د هند لومړی وزیر من موهن سینګ د خپلواکۍ پر ورځ د وسله والو ځواکونو د رسمي لیدنې پرمهال

د منموهن سنګ څرګندونې له هغه وروسته مخې ته راغلې چې تیره هفته هند د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د خپلو پنځو پوځیانو د وژنې تور پر پاکستان پورې کړ.

د هند وزیراعظم منموهن سنګ د خپل هېواد د آزادۍ ورځ د نمانځلو په موقع پاکستان ته د هند په خلاف د فعالیت خبرداری ورکړی.


نن د ډِیلي په سره کلا کې د وېنا پر مهال نوموړي وویل له پاکستان سره د تعلقاتو ښه کولو لپاره دغه هېواد ته په کار ده چې خپله خاوره او د خپل انتظام لاندې سیمې د هند خلاف کاروایي لپاره استعمالیدو ته پرېنږدي.

د ښوونځيو ماشومانو د خپلواکۍ پر ورځ د هند ملي جنډۍ جامې اغوستې
د ښوونځيو ماشومانو د خپلواکۍ پر ورځ د هند ملي جنډۍ جامې اغوستې

د منموهن سنګ دا څرګندونې له هغه وروسته مخې ته راغلې چې تیره هفته هند د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د خپلو پنځو پوځیانو د وژنې تور پر پاکستان پورې کړ.

د کشمیرد نوې لانجې له وجې رامنځ ته شوي کړکیچ هغه امیدونه خړپړ کړي دي چې د دوو ایټمي قوت لرونکو هېوادونو ترمنځه د سولې د خبرو اترو بیا شورو کیدو په اړه پیدا شوي وو.
پاکستان او هند د ۱۹۴۷ م کال په اګست میاشت له برتانیا آزادي ترلاسه کړه چې پاکستان د خپلې آزادۍ ورځ په څوارلسم او هند په پنځلسم اګست لمانځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG